تاند- د داعش سختدریځې ډلې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې له ۳ وروڼو سرونه پرې کړي دي.

دې ډلې له دې سره په یو وخت ۱۱ کروندګر تښتولي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، دا درې وروڼه، چې له طبي چارو سره یې تړاو درلود، تېره شپه د داعش د سرزورې ډلې له لوري په بې رحمۍ وژل شوي دي.

د درو وروڼو مشر ۲۷ کلن نثار تاریلوال ډاکتر و او شخصي کتنځی یې درلود. منځوی یې نعیم ۲۴ کلن او واکسینر و. درېم د طب محصل او ۱۹ کلن و.

عطاالله خوږیاڼی وايي چې د قربانیانو پلار هم ډاکتر و او تېر کال (۲۰۱۷) د داعش د تروریستي ډلې له لوري په ورته ډول وژل شوی و.

دې ډلې تر دې پخوا هم په وحشیانه ډول په ځلونو د خلکو سرونه پرې کړي دي.

دې تروریستي ډلې د خلکو د بېرولو لپاره په عراق او سوریه کې هم له بې شمېره کسانو د تورې په وسیله په وحشیانه ډول سرونه پرې کړي دي.

په یوه بله پېښه کې داعش د ننګرهار په رودات ولسوالي کې ۱۱ کروندګر برمته کړل او دوه یې وروسته خوشي کړل.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل درانی وايي چې کروندګر هغه مهال د داعش د غړیو له لوري ونیول شول چې هغوی د کوکنارو په کروندو کې کار کاوه.

دې تروریستي ډلې د کابل د دشت برچې د پرونۍ /یکشنبې/ خونړۍ حملې مسوولیت هم په غاړه واخیست.

د وروستیو راپورونو له مخې، د دشت برچې په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ ته زیات شوی دی.

2 thoughts on “داعش تروریستي ډلې په ننګرهار کې له ۳ طبي کارکوونکو سرونه پرې کړي”
  1. لعنت دې په وحشي جهادیانو وي چې داسې شاګردان یې تربیه ګړي د دوی میراث هما دی – داعشیان د جهاتیانو اصلي وارثان دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *