تاند- داعش یا د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د جلال اباد د پرونۍ /یکشنبه/ حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې برید کې ۲۰ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول چې اکثره قربانیان یې هندو او سیک افغانان دي.
د وژل شویو په منځ کې د سیکانو یو مشر او د ولسي جرګې احتمالي کاندید اوتار سینګ خالصه و.
اوتار سینګ او ملګرو یې غوښتل چې په جلال اباد کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني او د هندوانو او سیکانو پر ستونزو ورسره خبرې وکړي چې انتحاري برید پرې وشو.

داعش ترهګرې ډلې نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «مشرکانو» پر یوې ډلې یې برید کړی دی.
د لوېدیځو رسنیو د معلوماتو پر اساس په نولس سوه اویایمه لسیزه کې په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شمېر ۸۰ زرو ته رسېدو خو له هغوی سره د بد او کرکجن چلند له کبله اوس یوازې ۱۰۰۰ پاتې دي او نور مجبوره شوي چې هند یا نورو هیوادونو ته پناه یوسي.
خو په پردیو هیوادونو کې له مهاجرت سره سره هندوان او سیکان خپل هیواد له یاده نه باسي او پر افغانیت ویاړي.
ستاسو پدې وحشیانه او غیرانساني عمل د ټولو افغانانو او مسلمانانو سترګې ټيټې شوې. افغان هندوان او سیکان خو د افغانستان د ټولو نه بې غرضه او معصوم خلک دي. تر اوسه خو دې خلکو حتی میږي هم ندي ازار کړي. مګر زه هم ګیله له چا کوم، یو څوک چې ماته انسان او حتی ځناور هم نه ښکاري نو د داسې مخلوق نه بیا ګیله د څه،په تاسو خو ځناور ډير شرف لري. زه نه پوهیږم چې د تور پنجابي په شي کې به څه کمال وي چې تاسو افغانستان ته د تازي سپو په څیر راولیږي او ستاسو ښځې هغوی ته هلته پاتې شي. ځکه که کمال پکې نه وی نو تاسو خو به خپلو ښځو د جنګ نه منع کړی وی.