تاند- داعش یا «اسلامي دولت» وسله والې سختدریځې ډلې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر پر کور د نننۍ /چهارشنبه/ انتحارۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې برید کې، چې په جلال اباد کې وشو، د ظاهر قدیر دوه ساتونکي او دوه انتحاریان ووژل شول.
د ننګرهار چارواکي وايي چې دوه ساتونکي هغه مهال شهیدان شول چې یوه ځانمرګي ځان د ظاهر قدیر د کور مخته والوزاوه.
دوهم انتحاري سمدستي د نورو ساتونکو په ډزو ووژل شو.
داعش ډلې پخپل اعماق خبري اژانس کې ویلي چې د دوی کسانو د ظاهر قدیر پر کور برید کړی دی.
ظاهر قدیر په خپل ولایت کې د داعش پر له منځه وړلو زیات تاکید کوي او پر له پسې پر حکومت نیوکې کوي چې د داعش د ځپلو لپاره هومره هلې ځلې نه کوي چې باید ویې کړي.
په همدې لړ کې د حاجي ظاهر قدیر او ایران د ارتباطاتو خبرې هم کېږي خو تراوسه داسې سند یا شواهد نه دي لیدل شوي چې دا ادعا تایید کړي.