تاند (جمعه، د حوت ۱۵) داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې برید کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل دي.
خو داعش ډلې ویلي چې دا برید د دوی دوو وسله والو، چې یو احمد تاجیکي او بل عبدالرحمان مهاجر نومېږي، کړی دی.
افغان امنیتي ځواکونو د ۳ ترهګرو د وژلو ادعا کړې ده.
داعش وايي چې په دې برید کې یې ۱۵۰ تنه وژلي یا ژوبل کړي دي.
ملګروملتو د کابل دا حمله غندلې ده.
د پېښې نور جزییات په لاندې خبرونو کې ولولئ
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145865
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145862