امید اڅک

په افغانستان کې د خلقي نظام له راتګ ( اپرېل ۱۹۷۸ ، غويي ۱۳۵۷) څخه يو کال وروسته د کال ۱۹۷۹ په نيمايي کې د امريکا پټې مرستې افغان سرتېرو ته پيل شوې، کله چې د امريکا د هغه وخت ولسمشر جيمي کارتر د دغو مرستو فرمان لاسليک کړ، د امريکا د هغه وخت د امنيت د جرګې مشاور ډاکټر زبيګنيو بريژنسکي ورته وليکل، چې دغه مرستې به په افغانستان کې د شوروي عسکرو مداخله و هڅوي.

د ۱۹۷۹ کال د ډيسمبر مياشتې په وروستۍ اونۍ کې شوروي پوځونو پر افغانستان يرغل وکړ، چې له دې يرغل څخه يې موخه تورو اوبو ته ځان رسول و، خو افغانانو پرېنښودل، چې د افغانستان له لارې يادې سیمې ته ځان ورسوي.

پاکستان، چې په هغه وخت کې کمزوری و او د پيدايښت يې ۳۲ کاله وتلي و، له روسې وېرېده، روسيه هم له امريکا سره د سيالي په حال کې وه، نو پاکستان د ځان ژغورنې په موخه امريکا ته د مرستې لاس وغځاوو، امريکا هم په افغانستان کې د روسې په ماتې خوښېدله، نو له پاکستان سره يې ژمنه وکړه، چې له روسيې به يې ژغوري.

امريکا او پاکستان له څو تنو افغان مشرانو سره ليدنه وکړه او له هغوئ سره ېي ژمنه وکړه، چې د روسيې په ماتولو کې به له افغانانو سره مرسته کوي، خو د دې مرستو تر شا له افغانانو سره خواخوږي نه، بلکې د پاکستان او امريکا هدف په افغانستان کې د روسيې ماتې او له تورو اوبو راګرځول و.

په افغانستان کې جګړه پيل شوه، امريکا به د پاکستان په لاس د روسې د ماتې لپاره افغانانو سره بېلابېلې مرستې کولې او له روسې سره د جګړې پايله يو نيم ميليون شهيدان، سلګونه زره کونډې، په کنډوالو بدل افغانستان او کورنيو جګړو ته لاره هواره شوه.

مېلټن بيرډن په اسلام اباد کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د څانګې مشر و (۱۹۸۶ ـ ۱۹۸۹ ) او د جهاد د مالي لګښت څارنه يې کوله، نوموړي د کال ۲۰۰۰ د جنوري د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د نيويارکر مجلې کارمندې ميري ان ويدر ته وويل؛ چې د افغانانو د جهاد لپاره ډېر بن لادنان راغلل او زمونږ د اوږو بار يې ډېر کم کړ، دغو خلکو به په مياشت کې شل تر پنځه ويشت ميليون ډالرو پورې راوړلې.

د مېلټن بېرډن له دې خبرې مالومېږي، چې په افغانستان کې روسيه د افغانانو په لاس د امريکا له لوري ماته شوې او امريکا د افغانانو په لاس خپل هدف ته رسېدلې ده.

کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې مات شو، نو افغان مشرانو د واک پر سر خپلمنځي جکړو ته مخه کړه، هغه مشران چې د روسيې پر وړاندې يې په ګډه جګړه کوله، د واک پر سر سره بيل شول، خپلمنځي جګړې پيل شوې، خپلمنځي جګړو د نورو هيوادونو لاس وهنې ته لار هواره کړه، نو هغه و، چې امريکا، پاکستان، اېران او سعودي عربستان په افغانستان کې لاس وهنې پيل کړې، چې هر يو يې د ځان لپاره يوه ډله پر شا ډبوله او مرستې به يې ورسره کولې.

له دغو مرستو د يادو هيوادونو هدف دا و، چې که يې ډله واک ته ورسېږي، نو په اساني سره به د افغانستان له زېرمو او معدنونو ګټه اخلي.

د دې ګډوډيو پر مهال هېڅ هيواد په دې و نه توانېده، چې خپله ډله واک ته ورسوي، خو يو کار يې وکړ، چې په افغانستان کې يې خپل پلويان او لاسپوڅي پيدا کړل.

امريکا د خپل منځي جګړو پر مهال په دې فکر کې شوه، چې څنګه وکولی شي، چې افغانان تر خپل تسلط لاندې راولي او د روسيې، چين او ايران لپاره افغانستان خپل سنګر وګرځوي، نو د پاکستان او سعودي عربستان په مرسته يې د طالبانو په نوم يوه ډله رامنځته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت نوم يې ورکړ. دغه نوم يې د دې لپاره ورته غوره کړ، چې امريکا د خپلمنځي جکړو پر مهال په دې پوهېدلې وه، چې افغانان په اسلام مئين او ساده خلک دي، خو له اسلام ناخبره دي، په دې ډول نومونو ژر غولېږي او باور پرې کوي.

طالبان د ملا محمد عمر په مشري، د امريکا، پاکستان او سعودي عربستان په مرسته په پاکستان کې په وسلو سمبال شول او د کوټې له لارې يې لومړی پر کندهار بريد وکړ، کندهار يې ونيوه، په ډېر کم وخت کې يې کابل او د هيواد ډېره برخه ونيوله، د دوئ د پرمختګ يو لامل دا و، چې د ډلې نوم يې اسلامي و، شعار يې د اسلامي شريعت پلي کول و او بل دا و، چې امريکا، سعودي عربستان او پاکستان يې تر شا ولاړ و.

د طالبانو له رامنځته کېدو څخه د امريکا هدف افغانستان ته راتګ و.

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د امريکا د راتګ هېڅ چانس نه و، ځکه يو خو يې د طالبانو لپاره داسې نوم غوره کړی، و چې افغانان پرې راټولېدل او بله دا چې نړيوالې ټولنې نيوکه پرې کوله. نو د دې لپاره، چې افغانستان ته د امريکا د راتګ لاره هواره کړي، د سعودي عربستان په مرسته يې د القاعده شبکې په نوم يوه ډله رامنځته کړه، چې مشر يې اسامه بن لادن ورته وټاکه، اسامه بن لادن د امريکا د پخواني جمهور رييس بيل کلېنټن د شرکت شريک باڼی او ډېر شتمن و.

امريکا به نړيوالو ته القاعده شبکه داسې معرفي کوله، چې ګواکې ټولې نړۍ ته خطر پېښولی شي، د دې لپاره، چې القاعده شبکه نړيوالو ته خطرناکه وښيي، په څو هيوادونو کې يې بريدونه تر سره کړل او مسئوليت به يې القاعده شبکې پر غاړه واخيست.

اسامه د امريکا، سعودي عربستان او پاکستان په خوښه افغانستان ته راغی، له طالبانو سره به يې د وسلو، مهماتو او موټرو مرسته کوله، په افغانانو، طالبانو او حتی په يو شمېر اسلامي هيوادونو کې يې خورا محبوبيت پيدا کړ.

اسامه د امريکا د فلم مرکزي رول غوره کړ، امريکا او يو شمېر نورو هيوادونو ته به يې اخطارونه ورکول، په امريکا او يو شمېر نورو هيوادونو کې به القاعده شبکې د امريکا په خوښه بريدونه کول، نو هغه و، چې امريکا په ۲۰۰۱ کال کې د سيپټمبر په يوولسمه نېټه، د امريکا په تجارتي مرکزونو د الوتکو په وسيله بريدونه وکړل، پړه يې پر القاعده شبکې ور واچوله او افغانستان ته يې د امريکا د راتګ لاره هواره کړه.

امريکا نړيوالې ټولنې ته دا ثابته کړه، چې القاعده شبکه نړۍ ته خطر پېښولی شي، القاعده ډله، چې مشري يې د اسامه بن لادن په غاړه وه او له طالبانو سره يو ځای په افغانستان کې اوسېدله، نو د طالب د کاميابې پروژې فعالیتونه بايد کمزوري کړي او په کومه موخه يې، چې د طالب پروژه رامنځته کړې وه، هغې موخې ته ورسېدله، د کال ۲۰۰۱ په مۍ مياشت کې په ژنيف کې د طالبانو د لرې کولو لپاره يوه غونډه وشوه، چې د امريکا، جرمني، ايران او ايټاليې مامورينو پکې ګډون لاره.

دوه مياشتې وروسته د کال ۲۰۰۱ په جولای کې په ايټاليه کې د G-8 ( ګروپ اف اېټ) په غونډه کې د طالبانو د رژيم د ړنګولو موضوع بيا په جدي ډول مطرح شوه، په دغه غونډه کې هندوستان هم د مشاهد ګډون کوونکي په څېر خپل پلان وړاندې کړ، ورپسې په برلېن کې د امريکا، روسيې، جرمني او پاکستان مامورينو غونډه وکړه، دغه ډول د ۲۰۰۱ کال د سيپټمبر د ۱۱ مې نېټې له پېښې نږدې پنځه اونۍ وړاندې د کال ۲۰۰۱ د اګست په دويمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د جنوب ختيځې اسيا مرستيال وزيرې کريسټينا روکا، چې پخوا په CIA کې ماموره وه، په اسلام اباد کې له طالبانو سره وروستۍ رسمي ليدنه وکړه.

د يادې ليدنې موخه مالومه نه شوه، خو ښايي، چې له دې ليدنې يې موخه دا وه، چې نور نه غواړي، د طالبانو رژيم پاتې شي، ځکه د دې وخت رارسېدلی، چې امريکا بايد افغانستان ته ځان راورسوي.

نو افغانستان ته يې د راتګ تابيا پيل کړه، اسامه چې د فلم د مرکزي رول يوه برخه يې ښه ولوبوله بريالی شو، امريکا افغانستان ته راغله، لومړنۍ اډې پاکستان، چې په ښکاره د طالبانو پر ضد، خو تر شا يې نور څه و، ورکړې.

امريکا پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړل، طالبانو لکه څنګه يې چې د امريکا او پاکستان په مرسته په تېزۍ افغانستان نيولی و، له هغه څخه په تېزۍ د امريکا او پاکستان په خوښه له افغانستان ووتل، يو شمېر مشران يې ووژل شول او يو شمېر يې بيا د اسامه او ملګرو په ګډون يې د پاکستان خوندي ځايونو ته انتقال شول.

امريکا خپل هدف ته ورسېده، په کم وخت کې افغانستان د امريکا لاس ته ولوېده، د حامد کرزي په مشري يې موقته اداره رامنځته کړه، کرزي لويه جرګه راوغوښته او په ۱۳۸۲ کال کې يې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو مشتمل اساسي قانون رامنځته کړ.

شاوخوا دوه کاله په افغانستان کې نسبي ارامي وه، د امريکا هدف په افغانستان کې پاتې کېدل او له افغانستان څخه يې د روسيې، چين او اېران پر ضد د سنګر جوړول و، د دې لپاره چې نړيواله ټولنه نيوکه پرې و نه کړي، چې امريکا افغانستان ته د القاعده شبکې او طالبانو د ځپلو لپاره تللې، طالبان او القاعده شبکه و ځپل شوه، نو ولې په افغانستان کې پاتې ده، نو طالبان او القاعده شبکه يې د فلم پاتې برخې ته بيا راپورته کړل، چې د افغانستان په ځينو سيمو کې په ځانګړي ډول په پښتني سيمو کې چې د امريکا مخالف دي او امريکا نه مني، جګړې پيل کړي، چې په دې سره نړيوالې ټولنې ته وښيي، چې القاعده شبکه او طالبان لا هم فعاليتونه کوي او خپل هدف ته ځان ورسوي.

طالبان اوس هم د افغانانو په سترګو کې خاورې ور اچوي او په خبره يې د چندو، عشر او زکات په پيسو وسلې اخلي او له يو داسې هيواد سره د دوئ په اصطلاح جهاد کوي، چې د نړۍ ميسرو انرجي چينو څلوېښت سلنه مصرفوي، د استخباراتو لګښت يې د ټولې نړۍ له استخباراتي لګښت څخه زيات دی، عسکري بوديجه يې د نورې ټولې نړۍ له نيمايي سره مساوي ده او د کال ۲۰۰۱ د يوولسمې نېټې پرمهال په نوره نړۍ کې د ۷۲۵ اډو خاونده وه. ( دغه ارقام تر ۲۰۰۵ کال پورې و)

امريکا چې له سعودي عربستان سره د تېلو قراردادونه لري، دغه تېل بسنه نه ورته کوي او ډېرو تېلو ته اړتيا لري، په دې وخت کې د تېلو له کمښت سره هم مخ شوه، نو د عراق په اړه هم، چې د تېلو مرکز دی، فکر ورسره پيدا شو، له عراق سره يې که څه هم له پخوا ناندرۍ روانې وې، ناندريو ته زور ورکړ، پر هغوئ يې دا نيوکه کوله، چې اتومي وسلې لري.

صدام حسېن چې هغه وخت د عراق ولسمشر و، امريکا ته ويل، چې اتومي وسلې نه لري، خو امريکا نه منله، نو ملګرو ملتونو په عراق کې د زره وي وسلو د پلټنې په موخه يو پلاوی عراق ته لېږلی و، دغه پلاوي د زره وي وسلو په اړه ۱۲۰۰۰ مخيز راپور چمتو کړی و، خو امريکا د دغه راپور شاوخوا ۸۵۰۰ مخونه پټ کړي و.

امي ګوډمن او ډېوېډ ګوډمن دوه ليکوالانو په يو کتاب کې د دې ۱۲۰۰۰ مخيز راپور کيسه راسپړلې، چې په ۲۰۰۲ کې ملګرو ملتونو ته سپارل شوی و او په عراق کې د وسلو پروګرامونه پکې تشرېح شوي و. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۲ غړو د کال ۲۰۰۲ د ډيسمبر په شپږمه نېټه پرېکړه وکړه، چې خپلو ټولو غړو ته به د ټول راپور يوه، يوه کاپي سپاري، بې له هغې برخې چې د زره وي بم په اړه مالومات پکې خوندي شوي وي، خو د امريکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير کولېن پاول د امنيت د شورا د ډيسمبر د مياشتې مشر ( د کولمبيا سفير) قانع کړ، چې اصل راپور يوازې او يوازې د امريکا حکومت ته ور وسپاري.

دوه ورځې وروسته د ډيسمبر په اتمه نېټه د عراق راپور ملګرو ملتونو ته ورسېده او د امنيت شورا مشر سمدلاسه د امريکا ديپلوماتانو ته وسپاره، دغه راپور د ۲۶ ساعتونو لپاره په واشينګټن ډي سي کې پاتې شو، په دې دليل چې هلته د کاپي کولو ښه ماشينونه موجود و. د امنيت د شورا غړو ته يې هغسې کاپي ور په ګوته شوې، چې هغه ۱۲۰۰۰ مخيز راپور پکې نږدې ۳۵۰۰ مخيز راپور ته راټيټ شوی و.

د کتاب ليکوالان وايي، چې له اصل راپور څخه په ۸۵۰۰ اېستل شويو مخونو کې به داسې  مالومات خوندي شوي و، چې پر عراق باندې يې د امريکا د يرغل دريځ ته تاوان رساوو.

سره له دې، چې په عراق کې د زره وي وسلو کوم شواهد نه و موجود، خو بيا هم امريکا پر عراق د د ۲۰۰۳ کال د مارچ مياشتې په ۱۹ مه نېټه بريد وکړ، عراق يې ونيوه، صدام حسېن يې وواژه او اتومي وسلې هم پيدا نه شوې.

د امريکا هدف په عراق کې تېل و، د تېلو د ذخيرو په اړه يې پلټنې پيل کړې او د تېلو ذخيرې يې پيدا او په نښه کړې، خو د نړيوالې ټولنې له امله يې نشوای کولی، چې په مستقيم ډول تېل استخراج او امريکا ته انتقال کړي، په سوريه، مصر او يو شمېر نورو عربي هيوادونو کې يې د سعودي په مرسته د خپلو موخو لپاره ګډوډۍ رامنځته کړې، ورپسې يې د داعش په نوم ډله رامنځته کړه، چې اوس عراق هم د افغانستان په برخليک اخته دی، په عراق کې يې په داعش باندې هغه سيمې ونيولې، چې د عراق تر ټولو زيات تېل پکې دي او په دې سيمو کې کردان مېشت دي.

کله چې داعش ډلې دغه سيمې ونيولې، له هغه وروسته امريکا د داعش پر ضد کردان راپورته کړل، د کردانو په واسطه يې داعشيانو ته نمايشي ماتې ورکړه، چې دې کار کردانو ته د ازادۍ روحيه ورکړه او امريکا کردان دې ته وهڅول، چې ريفرېنډم يا ټولپوښتنه تر سره کړي، چې له عراق څخه ازادي واخلي او د امريکا په خوښه داسې هيواد رامنځته کړي، چې د امريکا تر تسلط لاندې وي او هغه هدف ته ورسېږي، چې عراق ته راغلي دي.

کردانو هم همداسې وکړل، ټولپوښتنه يې تر سره کړه، چې پکې ۹۲٪ کردان د کردستان په نوم هيواد غوښتونکي دي، خو اوس عراق او يو شمېر نور هغه هيوادونه، چې کردان پکې مېشت دي، د ريفرېنډم خلاف دي، لامل يې دا دی، چې په عراق کې کردان ازاد شي، نو په نورو هيوادونو کې به هم ازادي ته وهڅېږي.

کردان د عراق، ترکې او اېران په ګډو پولو کې مېشت دي، چې پکې بې شمېره د تېلو ذخيرې موجودې دي.

په افغانستان کې داعش د څه لپاره؟!

امريکا اوس په دې تکل کې ده، چې له اېران سره هم جګړه پيل کړي.

دا چې له اېران سره هم د امريکا له لوري د اتومي وسلې پر سر له ډېر پخوا راهيسې ناندرۍ روانې دي، چې په دې ورستيو کې دغه مسئله نوره هم ګرمه شوې او د ټرمپ له لوري پر اېران نور بنديزونه هم ولګول شول.

امريکا د داعش په نوم يوه بله پروژه هم رامنځته کړه او د دې پروژې پر مخ بېول يې دا ځل د پاکستان پر ځای يو بل هيواد ته ورکړه، بل هيواد ته يې ځکه ورکړه، چې امريکا او پاکستان د دې پروژې په پيسو جوړ رانغلل سره، پر پاکستان د امريکا د فشارونو يو دليل هم ښايي دا وي، چې د داعش پروژې د پلي کولو لپاره يې د نه سر خوځولی دی.

امريکا د بل هيواد په مرسته د دې لپاره د داعش ډله رامنځته او په افغانستان کې يې تقويه کوي، چې اېران ته يې واستوي، هلته ګډودۍ جوړې کړي او امريکا ته د جګړې لار هواره کړي.

امريکا، طالبان، داعش ډله او شريک هيواد يې اوسمهال په دې لګيا دي، چې څنګه د طالب په نوم پروژې ته د پای ټکی کېږدي او طالبان له داعش سره يو ځای کړي.

امريکا ځکه پر اېران د بريد نيت لري، چې غواړي لکه څنګه يې چې په عراق کې کردان خپلواکي ته و هڅول، په دې ډول د ايران کردان هم خپلواکي ته و هڅوي او د عراق، ترکيې او اېران کردان يو ګډ هيواد په هغه سيمه کې رامنځته او د امريکا تر تسلط لاندې وي، چې د تېلو ګڼې ذخيرې پکې موجودې دي او امريکا په اسانۍ سره وکولی شي، چې هم تېل استخراج کړي، هم سيالو هيوادونو ته خپل قوت وښيي او هم د سنګر په ډول ګټه ترې واخلي.

پايله‎:

د طالب په نوم پروژه په لنډ وخت کې پای ته رسېږي، داعش ډله به د کم وخت لپاره په افغانستان کې وي.

او د امريکا او اېران تر منځ په لنډ وخت کې جګړه پېښېدونکې ده، ځکه په کال ۲۰۰۱ کې د سيپټمبر د يوولسمې نېټې پېښه رامنځته شوه، خو تر شا يې صدام حسېن نه و. له دې پېښې ۹ ورځې وروسته د سيپټمبر په شلمه نېټه د نوې امريکا پېړۍ د پروژې سازمان يعنې

(Project for New American century (PNAC) رامنځته شو، چې غړي يې د هغه وخت د فلوريډا ايالت والي او د بوش ورور جيب بوش، مرستيال ولسمشر ډيک چيني، د چيني د دفتر مشر لووېس ليبي، د دفاع وزرات ستر مشاور ريچارډ پرلي، بليونير او په کال ۲۰۰۲ کې د ولسمشرۍ کانديد سټيوفوربس، رابرټ کېګن، د دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ، د دفاع وزارت معين پاول ولفووېتڅ او د مرکزي استخباراتو پخوانی مشر جېمس وولس و او د دې سازمان جوړوونکي د يوې داسې امريکا په ارمان دي، چې د امريکايي اصولو او ګټو لپاره مطلوبه نوې پېړۍ جوړه کړي، بحرانونه او کلک خطرونه مخکې له دې چې رامنځته شي، تم کړي.

دغه سازمان ولسمشر جورج ډبليو بوش ته په يو څرګند ليک کې سپارښتنه وکړه، چې يوازې د بن لادن په القاعده پسې نغاره نه شي، بلکې د عراق برخه هم وکړي او همدارنګه ايران، لبنان، سوريه او د فلسطين اداره هم په خپل جال کې راونيسي.

امريکا د هغه ليک، چې د PNAC سازمان ورته لېږلی و، ۸۰ سلنه يې عملي کړی او په لبنان، سوريه، عراق او فلسطين کې خپلې موخې ته رسېدلې ده، يوازې ايران پاتې دی، چې په لنډ وخت کې به د ليک دغه برخه هم عملي کړي او په دې سره به د تېلو ذخيرې په خپل واک کې واخلي.

ماخذونه:

(د نوي سياست الجبره/ليکوال: ډاکټر ځيرک يار، رحمت ربي، خپروونکی/د پښتني کلتور د ودې او پراختيا ټولنه-جرمني، چاپ کال،۲۰۰۶)

د کتاب نوم: ( د پيريانو جګړه/ليکوال، سټيوکول، ژباړن: زرملوال، غلام محمد، خپرندوی/دانش خپرندويه ټولنه، چاپ کال، ۲۰۰۷)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *