ارشیف

تاند- د اسلامي دولت یا داعش وسله والې سختدریځې ډلې په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ته نژدې د نننۍ /چهارشنبې/ د انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دې برید کې ۴ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي خو دفاع وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۳ تنه ښيي، وايي چې یو ملکي او دوه امنیتي ځواکونه په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

ویل شوي چې د حملې اصلي هدف د پولیسو یوه پوسته وه.

ځیني راپورونه وايي چې د ولسمشر د ساتونکو د سپرلۍ موټر په نخښه شوی دی.

داعش په یوه خبرپاڼه کې، چې په انترنیټ کې یې خپره کړې ده، ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

یوه پولیس افسر د پېښې په ځای کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې انتحاري حمله کوونکی پلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *