تاند- اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د کابل د استقلال لېسې مخته د نن /دوشنبې/ د انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې برید کې ۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د پېښې اکثره قربانیان امنیتي ځواکونه دي.
پولیس وايي، انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې ځان د مظاهره چیانو په منځ کې والوزوي خو دوی يې مخه ونیوله مګر د تلاشۍ په مهال ترهګر ځان والوزاوه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې ادعا کړې چې دا برید د دې ډلې یوه غړي کړی دی.