تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: داعش ډلې د عراق په یوه لرې پرته سیمه کې د پوځ پر یو مرکز د ځانمرګو غواګانو ریموټ کنټرول برید کړی دی.
د عراق د پوځ یو افسر اکرم العبیدي ویلي، داعشیانو د دیالي ایالت پر یو چک پوسټ د دوه غواګانو پورې د تړلیو چاودیدونکو توکو په مرسته چې له لرې ځایه کنټرولیدل برید کړی خو دې برید یوازې یو کس ټپي کړی دی.
که څه هم امریکا دداعش د ماتې دعوه کوي خو داعش ډله د عراق پهیالي او کرکوک کې لا هم په دغسې بریدونو ځان ښکاره کوي.