تاند- ملګرو ملتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په عراق کې د اسلامي دولت ترهګرو، چې پخوا یې ځان داعش باله، امر کړی چې د موصل او د دغه ښار د شاوخوا نجونې او ښځې دې سنت شي.

د فتوا پر اساس باید د سیمې شاوخوا ۴ ملیونه ښځې او نجونې سنت شي.

د عراق او شام د اسلامي دولت د ترهګرو د فتوا پر اساس د موصل ښار او د هغه د شاوخوا ټولې ښځې او نجونې باید ځانونه سنت کولو ته تیارې کړي.

دا خبره د عراق په ازبیل کې د ملګرو ملتو د بشري چارو همږغوونکې جاکلین بدکوک هم تایید کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مېرمن بدکوک وویل، په عراق کې دې خورا نوې مسلې ډېر عراقیان اندېښمن کړي دي او پکار ده چې ورته پام وشي.

څرګنده نه ده چې د داعش د دې ډول کارونو اصلي هدف څه دی. څه باندې یوه لسیزه پخوا په افغانستان کې طالبانو هم د اسلام په نوم دې ته ورته کارونه کول خو ښځې یې لا سنت کړې نه وې چې امریکایانو یې رژیم وروپرزاوه.

3 thoughts on “داعش عراقۍ مېرمنې سنت کوي”
  1. د ښځو سنت کول یعنې څه؟ زه خو یې په مانا پوه نشوم، که لږ څه رڼا پې واچوی منندوی به مو وم.
    مننه

  2. چی افغانی داعش پاله او اسلام آباد پاله به اوس سه وایی سخت ورته خوشحاله و

    طالب او داعش سره له بوکو حرام فقط د اسلام د بدنامی لپاره پیدا دی

  3. په مصر کی انجونی سنت کیږي او دا ما له مصري ملګري اوریدلي وه خو په عراق کی خدای خبر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *