ژباړه: داکتر هدایت الله زرمت
له هغو ورځو راهيسي چې د عراق او سوريې اسلامی دولت (ای ايس ای ايس) د شمالي عراق ډيری برخې ونيوې، غربي مشرانو او شنونکو په هغه څه چې دوی یې د جهاد نوې او ځواکمنه بڼه بولي، ژوره انديښنه څرګنده کړه. ځينو نورو د (ای ايس ای ايس) ډله القاعده ته ورته ډله وبلله. خو دا دواړه ارزونې ناسمې دي.
د بغداد په لور په چټک پرمختګ سره (ای ايس ای ايس) د سوريې او عراق ترمنځ ټولې ملي پولې له منځه وړي دي. په لويه پيمانه وسلې او مهمات یې ونيول او په نړيواله کچه د تيلو په بيو کې لوړوالی راغلو. په عربي نړۍ کې د توکميز او فرقه يي تاوتريخوالي څپه بيا را ژوندی شوه او د ځوانو مسلمانانو په منځ کې د اسلامي افراطيت روحيې بيا زور واخست. د جون ديرشمه، چې په ځينو هيوادونو کې د رمضان لومړی ورځ وه، (ای ايس ای ايس) اعلان وکړه، چې دوی به دوباره (خلافت) رامنځ ته کوي او دغه نظريه د ډيرو نورو جهاديانو د ډير وخت هيله او ارزو ده.
د دې ټولو سره سره (ای ايس ای ايس) هغومره غير عادي، چې خلکو تشريح کړي ده، بايد ونه ګڼل شي. د دې ترڅنګ (ای ايس ای ايس) په نړيوال جهاد کې هم دلچسپي نه لري. په ډيرو برخو کې د دغې ډلې هغه کړنې چې په عراق او سوريه کې یې ترسره کوي، د طالبانو هغو کړنو ته ورته دي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ۱۹۹۰ په اوږدو کې ترسره کړې.
تراوسه د (ای ايس ای ايس) کړنې د طالبانو هغو ته ورته دي، چې د سيمو په نيولو باندې زيات تمرکز کوي. خو د القاعده غوندې نه دي، چې زيات تمرکز یې په نړيوال جهاد او د نيويارک د دنګو ماڼيو ړنګولو لپاره فتواوې وې. که څه هم (ای ايس ای ايس) تر اوسه پورې درې زره خارجيان جنګيالي راجذب کړي دي، د دوی اصلي جنګ د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د شيعه مسلمانانو خلاف دی، چې دوی ورته د نژاد ختميدو کمپاين نوم ورکړی دی. لکه څرنګه چې طالبانو په جنوبي او مرکزي اسيا کې د اسلام بڼې ته تغيير ورکړ، همدا ډول طرحه (ای ايس ای ايس) هم په منځني ختيځ کې لري. (ای ايس ای ايس) همدارنګه په مرکزي منځني ختيځ کې د سيمو کنټرول او نيولو هڅې هم کوي.
د دې ترڅنګ د (ای ايس ای ايس) او طالبانو ترمنځ ډير موازي او ورته ټکي نور هم شته. د (ای ايس ای ايس) اصلي جنګيالي ممکن له لسو زرو زيات نه وي او د طالبانو شمير تر اخره هم، حتی په هغه وخت کې هم چې ۱۵۰ زره امريکان د ۳۰۰ زرو افغان ځواکونو ترڅنګ په جنګ بوخت وو، له ۲۵ زرو څخه زيات نه شو. د طالبانو غوندې (ای ايس ای ايس) هم خپله کاميابي په پوځي او نظامي وړتياو کې ويني، چې دغه وړتياوې عبارت دي له برجسته قوماندو، سالم استخبارات، ډير منظم او تيار لوجيستيکي لوازم، روزنه، منظم تحرکات او چټک عمليات کول. د (ای ايس ای ايس) غوندې، چې له کالونو تياري وروسته یې د څو اونيو په اوږدو کې موصيل او د عراق نورې سيمې ونيولې، طالبانو هم د ۱۹۹۴کال په څو مياشتو د هيواد ټولې جنوبي سيمې قبضه کړې. د دواړو ګروپونو د جنګ مهمه ستراتيژي جبهوي بريدونه او شپيني عمليات دي او دغه دواړه ډلې د دې توان لري، چې تر ډير اوږده مهاله پوري وجنګيږي. د دوو کالو کلابندۍ وروسته په ۱۹۹۶ کې طالبانو په ناڅاپي ډول په کابل حمله وکړه او ویې نيوه.
د دوی دواړو ډلو يو بل اغيزناک نوښت دادی، چې دوی په څو هيوادونو او پولو کې جنګ کوي. هلته لوجوسټيکي او د جذب مرکزونه او يو ډول ملي غبرګون را پيدا کوي. په دې ډول افغان او پاکستاني طالبان په دواړو هيوادونو کې تقریباً خپل مخالفان يو ګڼي. (ای ايس ای ايس) هم په سوريه کې دې ته ورته تکتيک کاروي ترڅو په عراق کې نور ځايونه ونيسي. طالبانو خپل مرکزونه او پناه ځايونه په پاکستان کې جوړ کړي، چې هلته سره منظم او سمباليږي، (ای ايس ای ايس) هم په اسانی سره د سوریې له خاورې څخه ګټه اخستلی شي، د ډير وخت لپاره هلته پاتي کيدای شي او ټوليز ماتيدل به یې ډير سخت وي.
دواړه ډلې د دې پر ځای چې نړيوال جهاد ته مخه کړي، د سيمو په نيولو باندې زيات تمرکز کوي. د دوی (طالبان په ۱۹۹۶ کې) افراطي اسلامپالنې دوی بې لوازمو کړل او يواځې یې خپلې نيولې سيمې اداره کولای شوې. (ای ايس ای ايس) طالبانو ته ورته ده او د دوی سياسي نظر د رواجي بسټپاله اسلامي ډلې (اخوان المسلين) او د نړيوالې تروريستي ډلې (القاعده) څخه بېل دی. د (ای ايس ای ايس) زړې، سختې او افراطي اسلامي نظریې خلک ويرولي او پوځ یې بې موراله کړی دی او دا اثرات د سوریې په رقا ښار کې ډير ترسترګو کيږي. د دطالبانو بېلګې ته په کتو سره دغه ډول پاليسي به ډيره دوامداره نه وي.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پنځه کلن حکومت وروسته زياته برخه افغانان د بې کاری او يا هم د خوړو د کمښت له امله افغانستان پريښود. همدې ته ورته حالت د (ای ايس ای ايس) په نيول شويو سيمو کې هم پيښيدونکي دي او ځکه (ای ايس ای ايس) له تعليم يافته کسانو غوښتي له دوی سره يو ځای شي، چې خپل خلافت تقويه کړي. په شمالي عراق کې په سلګونو زره شيعه ګان، عيسويان، کورديان او ترکيان کوردستان ته د شکنجه کيدو له ويرې وتښتيدل.
له بده مرغه چې نه د اسلامي نړۍ مشرانو او نه هم غربي ائتلافونو د طالبانو سره د جنګ له تجربې څخه عبرت او درس زده کړ. په اسلامي نړۍ کې هيڅ داسې ځواک چمتو او برابر نه شو، چې له (ای ايس ای ايس) سره وجنګيږي او د وروستيو پرمختګونو مخه یې ونيسي. حتی امريکايي ځانګړي ځواکونه چې له طالبانو سره جنګيدلي دي او نورو ته په دې برخه کې زده کړې ورکوي، داسې بريښي چې د دغه ډول ځواک مخه نه شي نيولی.
خو پوځي وړتيا يواځنی موضوع نه ده. د دې په ځای چې د اسلامي هيوادونو ترمنځ يو ائتلاف او ګډ ځواک جوړ کړي، د لویديځو هيوادونو غټه ناکامي داده، چې دوی فکر کوي، هغه اسلامي هيوادونه چې سقوط کوي د پوځي له لارې یې بايد مخه ونيول شي. تر اوسه بارک اوباما د نړيوال بحران لپاره ۵ بيليون ډالر او څو سوه پوځيان عراق ته ليږلي دي.
د اسلامي هيوادونو په منځ کې د مشرتوب لويه تشه د سياستوالو، جنرالانو او مذهبي مشرانو ترمنځ ليدل کيږي. د دې پرځای چې (ای ايس ای ايس) او دې ته ورته ډلې په پراخه کچه وغندل شي، چوپتيااو نهيلي خپره ده. د سيمې مشران لکه د عراق نور المالکي، د سعودي عربستان مشر او همدارنګه د افريقايي هيوادونو مشران مستبد، په فساد کې ډک، او نالايقه دي او مدني ټولنې هغومره قوي نه دي، چې د دغو افراطيانو پر ضد کوم اقدام پورته کړي. د دې پرځای چې اسلام د زغم دين او د عصري ټولنيزو جوړښتونو سره همغږی معرفي کړي، د هيوادونو مشران خارجيان د خپلو دولتونو پرضد په توطيو تورنوي. تر ټولو زيات تورن هيوادونه امريکا، اسراييل، اروپا او نور ګاونډي هيوادونه دي.
له ټولو خطرناکه یې داده، چې ځيني اسلامي هيوادونه لکه عراق او پاکستان د دولت ناکامي په هيواد کې د اقليتونو په غاړه اچوي او نه شي کولای شي چې د (ای ايس ای ايس) او طالبانو غوندې افراطيانو مخه ونيسي. سني بنسټپالې ډلې چې همدا اوس په افريقا کې جنګيږي او ملکي کسان شهيدانوي په دې موخه جنګ کوي چې په افراطي بڼه اسلام په خلکو ومني او د دې موخې لپاره ظلمانه عدالتي نظام او سزاوې خلکو او په ځانګړي ډول شيعه ګانو ته ورکوي.
د (ای ايس ای ايس) د شيعه ګانو خلاف مبارزه د طالبانو او القاعده تګلارو سره سمونه نه خوري. د دوی دا ډول په اصطلاح مبارزه په اسلام کې د نورو ټولو فرقو له منځه وړل دي. که چيري (ای ايس ای ايس) د شيعه ګانو په کربلا او ناجف کې په مقدسو ځايونه باندې په حملو کولو (لکه څنګه یې چې ژمنه کړي ده) بريالي شول دا به ټوله اسلامي نړۍ په بحران کې واچوي او نه اټکليدونکی فرقه يي جنګ به شروع شي.
د امريکا متحده ايالاتو لومړی سياسي دنده بايد دا وي، چې خپل ملګري چې په خپلو منځونو کې سره دښمني لري ايران او سعودي عربستان سره متحد او په ګډه په اسلامي نړۍ کې د بحران مخه ونيسي.دواړه هيوادونه د اوسني افرطيت لوی لاملين دي. ايران له ۱۹۷۹ انقلاب راهيسي په پاکستان، افغانستان او ليبنان کې شيعه فعالان، جنګيالي او تروريستي ډلو ته پیسې او وسلې ورکوي.
له ۱۹۷۰ کال راهيسي سعودي عربستان د مختلفو نومونو لاندې سني حرکاتونو ته پيسې او وسلې ورکوي. هر هغه ډله چې د شیعه ګانو خلاف او د سعودي وهابيت سره نږدې والي لري که په پاکستان، افغانستان، افريقا او يا منځني ختيځ کې وي، په يو نه يو ډول د سعودي عربستان له مرستو ګټه اخلي. خو په دې اړه تراوسه څه شواهد نشته، چې ګواکې سعودي عربستان دې (ای ايس ای ايس) ډلې سره مرسته کوي، په دې برسيره د سعودي مرستو په سوريه کې د جنګيدونکو جهاديانو مورال قوی کړی دی.
د اسلامي هيوادونو نړيواله ټولنه( او ای سی) او عرب ليګ بايد قوی اقدام وکړي، ترڅو له دولتونو لخوا تملويدونکي فرقه ييتوب له منځه يوسي او ايران د عربي نړۍ سره نږدې کړي. د دې ترڅنګ اسلامي هيوادونه بايد د تروريزم خلاف د نه زغم پاليسي غوره کړي او د هيڅ ډلې سره خواخوږي ونه ښيي. که نه د هيوادونو د چاودون، د تيلو نړيوال بحران، د تروريستانو لاسونو ته د کيمياوي، بيالوژيکي او اتومي وسلو ورتللو امکان زياتيږي.