تاند: دهلمند یوشمیر اوسیدونکې وایې چې ددی ولایت په دوو شمالې ولسوالیو کې دداعش غړیو خپل فعالیت پیل کړي دي
دغه اوسیدونکې وایې چې د طالبانو د سولې خبرو له فرصت وروسته دداعش غړیو ددې ولایت په باغران او زمینداور سیموکې خپل فعالیتونه پیل کړي دې
دهلمند ولایت والي محمد یاسین خان پدې ولایت کې د داعش د حضور په اړه وايې تراوسه پوری رسمي څه نه لري
ښاغلی یاسین همدا راز وایي محیط او مذهبې فکرونه دلته داعش ته اجازه نه ورکوي ترڅو دلته فعالیت پیل کړی هغه وویل پنځه کاله وړاندی دلته یوځلې داعش خپل سرپورته کړي وو خو د خلکو او افغان دولت له لورې لمنځه وړل شوي دي
داسی ویل کیږی چی دغه فعالیتونه د طالبانو د پخوانې قوماندان ملاعبدالقیوم ذاکر له لوری پیل شوي دې
طالبانو تراوسه د داعش دفعالیت په اړه رسنیو ته څه ندې ویلي
تازه د داعش د حضور خبره په داسې حال کې کیږي چې په ۲۰۱۴ م کال کې یوځلې داعش خپل مشر د افغانستان چې دوي یې خراسان یادوي عبدالروف خادم چې دکجکې ولسوالۍ اوسیدونکی وه خپل فعالیت کاوه چې له دوو میاشتو وروسته د قاطع ملاتړ هوایې برید په ترڅ کې ووژل شو.