تاند- د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې نن د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل مشر حافظ سعید ږغ خپور کړ او هغه راپورونه یې رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې نوموړی د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

د حافظ سعید پیغام، چې خپلواکې سرچینې یې تاییدولی او ردولی نه شي، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په ویبپاڼه کې خپور شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست روانه اوونۍ وویل چې حافظ سعید، چې اصلاً د پاکستان تبعه دی، د جمعې په ورځ ناوخته د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې له ۲۹ نورو سختدریځو سره ووژل شو.

سعید تېر کال له پاکستاني طالبانو جلا او د اسلامي دولت ډلې سره یوځای شو.

د امریکا بې پېلوټه الوتکو په وروستیو کې د داعش د قومندانانو پر ضد څو هوايي حملې وکړې چې په ترڅ کې یې د دې ډلې درې مهم قومندانان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې شاهد الله شاهد، چې پخوا د پاکستاني طالبانو ویاند و او ګلزمان ووژل شول. دواړه د دې ډلې مهم کسان بلل شوي دي.

په وروستیو دوو میاشتو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ننګرهار کې یو شمېر سیمې له افغان طالبانو نیولي دي.

د اچین په شمول د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

د اچین ولسوالۍ ډېرې برخې تېره میاشت د داعش لاس ته ورغلې.

One thought on “داعش وايي، د افغانستان او پاکستان مشر یې وژل شوی نه دی”
  1. الله پاک دی داعش هم ورک کړی او طالب مزدور یی هم ورک کړی خدای یو پری نه ږدی چی بل ته اوبه ورکړی، دا جنګ به کله ختمیږی، کافرو ته هم همدغه پلیت خلک بهانی دی چی وایی ترڅو ترهګر موجود وی مونږ پروړاندی یی مبارزه کوو بله دا چی د جنت لار پرافغانستان دی هر مردار پلیت راځی او په افغانستان کی جنت لټوی او له دی لاری جنت ته ځی خو که خپل هیواد یی وګوری افغانستان پری په ملیونونو ځلونو شرف لری نه پوهیږم چی ولی خپل هیوادونو کی جهاد نه کوی او دلته راځی خو راځی چی د الله پاک څخه وغواړو چی د اخری زمانی د ۷۲ ډلو له جملی څخه چی هر یو یی دی تباه او هلاک یی کړی، ځکه دوی ته جومات، دوکان، ښار، کوڅه، او دولتی پوسته ټول یو شی دی په جومات کی هم چاونده، په بازار کی هم او په دولتی ځایونو کی هم نو الله پاک دی دا کړیدلی خلک له دی مصیبتونو څخه ژر تر ژره خلاص او په امان کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *