تاند- داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې نن /شنبه/ وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې یې د طالبانو یو جګپوړی غړی وژلی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو سرچینو وویل چې د دوی یو مهم غړی مولوي داوود د پنجشنبې په ورځ د پېښور ښار په لمنه کې وژل شوی او دوه نور طالبان ژوبل شوي دي.
اژانس وايي چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د مولوي داوود ترور تایید کړ.
اسلامي دولت وسله والې ډلې د جمعې په ورځ په خپل اعماق خبري اژانس کې د طالبانو د یوه مشر د وژلو ادعا وکړه. دې ډلې د وژل شوي طالب مشر نوم د جمعې په ورځ نه و اعلان کړی.
اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله، چې تر یو کال وړاندې پوري یې په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې په کنټرول کې لرلې، اوس په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا په حال کې ده.
دا ډله د افغانستان له امنیتي ځواکونو او بهرنیو پوځیانو سره د جګړې ترڅنګ له طالبانو سره هم جنګېږي.
په وروستیو ورځو کې په جوزجان ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
د داعش ډله افغان طالبان بې لارې بولي.
د افغان طالبانو سرچینې وايي چې داوود په لوګر ولایت کې اوسېده خو پاکستان ته یې زیات تګ راتګ کاوه.