تاند- د راپورونو له مخې د افغان طالبانو ځینو قومندانانو ویلي چې د عراق او سوریې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې (داعش) ملاتړ کوي او په دې غور کوي چې د دې ډلې د مشر بیعت وکړي.
د بي بي سي د نړیوال سرویس د خبریال جان سمپسن د راپور له مخې، د طالبانو او حزب اسلامي څو قومندانانو ویلي چې که د روان کال په پای کې د ناټو ټول پوځیان هم له افغانستانه ووتل، دوی به د افغانستان د حکومت پرضد جګړې ته دوام ورکړي.
سیمپسن په خیل راپور کې د افغانستان د حکومت د یوه مخالف قومندان میرویس له قوله ویلي چې که داعش حقیقي اسلامي خلافت جوړ کړ، دوی به ورسره یوځای شي.
په همدې حال کې د اسلامي دولت ډلې په افغانستان او پاکستان کې د ملاتړو د جذبولو لپاره په پاکستان کې په پښتو او دري ژبو رسالې وېشلي دي.
په پېښور ښار کې د پولیسو ویندوی د چهارشنبې /سپټمبر۳/ په ورځ وویل چې له دوو اوونیو راهیسي د اسلامي دولت د وسله والې دلې رسالې نه یوازې په قبایلي سیمو بلکې د پاکستان په مختلفو سیمو کې وېشل کېږي.
په دې رسالو کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا له مسلمانانو غوښتل شوي چې د اسلامي دولت ملاتړ وکړي.
ویل شوي چې تر ټولو زیاتې رسالې د پېښور په شاوخوا کمپونو کې د افغان کډوالو په منځ کې وېشل شوي دي ځکه چې دا خلک په اسانه تراغېز لاندې راتلای شي.
قومندان میرویس د بي بي سي خبریال ته ویلي:«موږ داعش پېژنو او له ځینو غړیو سره یې اړیکې هم لرو. دې ته انتظار یو چې راته څرګنده شي چې ایا دوی د اسلامي خلافت په معیارونو پوره دي او کنه.»
ده همداراز وویل:« که دوی (داعش) په معیارونو پوره وختل، یقیناً چې زموږ مشر به ورسره یووالی اعلان کړي. دوی ستر مجاهدین دي، موږ ورته دعاوې کوو. که د دوی په کارونو کې کومه ستونزه ونه وینو، ورسره یوځای به شو.»
ویل کېږي چې القاعده او د طالبانو مشران له داعش څخه وېره لري. د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وروستی ویدیويي پیغام هم په یو ډول په دې سیمه کې د داعش د زیاتېدونکي نفوذ د مخنیوي لپاره خپور شو.
له افغانستان او پاکستان پرته په افریقا او نورو اسیايي هیوادونو په تېره بیا د منځني ختیځ په عربي هیوادونو کې القاعده خپل ځای داعش ته ورکړی او نور د یوه قوت په توګه نه ده مطرح.