تاند- ګارډین ورځپاڼه د طالب قومندانانو له قوله ویلي چې بهرني جنګیالي، چې ادعا کوي له اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لري او زیاتې پیسې او وسایل لري، د افغانستان په ختیځ کې ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي.
په عراق، سوریې او لیبیا کې د داعش پر له پسې او چټکو بریو یو شمېر افغان ځوانان، چې له حکومت او نړیوالو ځواکونو ناراضه دي او د یوه قوي ملاتړ کوونکي په لټه کې دي، دې ډلې ته لېواله کړي دي.
ځیني نور داسي ښکاري طالبان وي چې د داعش لیکو ته اوښتي دي.
په هلمند، غزني او فاره ولایتونو کې د داعش ډلې فعالې شوي او د کندوز په وروستیو جګړو کې هم د داعش غړي له تورو کالو او تورو بیرغونو سره لیدل شوي دي.
په هلمند او غزني کې خلک وايي چې د داعش اکثره غړي هغه بهرنیان دي چې د پاکستاني پوځیانو له عملیاتو وروسته له وزیرستان څخه راغلي دي.