تاند- داعش، چې ځان اسلامي دولت بولي، په خوست ولایت کې د ملي اردو د لوا په جومات کې د پرونۍ /جمعه/ د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

دې ډلې په خپله ویبپاڼه (اعماق خبري اژانس) کې ویلي پرون د دوی یوه غړي د افغانستان د ملي اردو د لوا په جومات کې انتحاري حمله وکړه.

په دې برید کې، چې د جمعې د لمانځه په مهال وشوه، لږترلږه ۲۷ تنه شهیدان او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شول.

خو داعش ویلي چې په برید کې ۵۰ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *