تاند- د داعش سختدریځې ډلې د غزني په ځینو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې له وسله والو طالبانو سره همکاري ونه کړي.
د غزني د قره باغ ولسوال ویلي چې په دې ولسوالي کې داعش ډلې په خپرو کړو پاڼو کې خلکو ته ویلي چې طالبانو ته پناه ورنه کړي، خپلوان د دې ډلې له لیکو وباسي او ځای دې نه ورکوي.
د غزني اوسېدونکي وايي چې د داعش غړي عموماً د زابل له خاک افغان ولسوالي ورځي.
د قره باغ ولسوال صاحب خان الهام وايي چې د داعش ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی چې که هر چا له طالبانو سره همکاري وکړه، سر به یې ورغوڅ کړي.
د غزني د ولایتي شورا یو غړی عبدالباري شلګری هم د داعش خبرداري تاییدوي، وايي چې د داعش ډله د غزني په ځینو سیمو کې پیدا شوې ده.
د شلګري په وینا دې ډلې تبلغات پیل کړي او ویلي یې دي چې په راتلونکي پسرلي کې به خپل فعالیتونه پراخ کړي.
شلګری دا هم وايي، د داعش ډله غواړي هغه سیمې ونیسي چې اوس طالبان پکې زیات فعال دي.
د غزني د قره باغ ولسوالي له مرکز او بازار پرته په کلیو کې طالبان ګرځي راګرځي، له خلکو ډوډۍ غواړي، د هغوی په کورونو کې شپې اړوي او همداراز د عشر او زکات په نوم ورڅخه پیسې اخلي.
تکفیری طالبګیه تا خلک تکفیر کړل، داعش ته تکفیر کړې، سخخخت خوند کوي، اوس کونه ټینګه که ځناوره هههههههه