تاند- داعش ډلې په غزني ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې برید کې، چې د جمعې په ورځ (د سرطان ۱۴) ماښام مهال د غزني د خاک غریبان د سیمې پر محمدیه جومات وشو، لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
رویټرز خبري اژاانس د چارواکو په قول ویلي چې چاودنه انتحاري نه وه بلکې په جومات کې د اېښودل شوي بم وه.
داعش نن /یکشنبه/ د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې په دې برید کې یې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښې قربانیان شیعه ګان دي او د طالبانو ویندوی دا برید غندلی دی.
طالبانو ویلي چې دا حمله د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ د درز اچولو په هدف شوې ده.