تاند- راپورونه وايي چې د داعش وسله والې ډلې په غور ولایت کې د طالبانو ۱۶ غړي یرغمل کړي دي.
د غور ولایت چارواکي وايي چې د داعش له لوري تښتول شوي کسان طالبان دي.
داعش، چې په وروستي یو کال کې په غور کې فعال شوی دی، دا ۱۶ وسله وال طالبان د غور ولایت مرکز فیروز کوه ته نژدې د غلمین په سیمه کې ونیول.
سیمه ییزې سرچینې او د غور پولیس وايي چې طالبان د چارسدې ولسوالۍ خوا ته روان ول چې د غلمین په سیمه کې د داعش د غړیو له لوري ودرول شول او نامعلوم ځای ته یووړل شول.
ځینې سرچینې وايي چې د داعش له لوري تښتول شوي کسان عام خلک دي خو د غور د امنیه قوماندانۍ یوه افسر ضیاالدین ثاقب وویل چې تښتول شوي کسان په غور ولایت کې د طالبانو د ځانبولي مرستیال والي احمدشاه کسان دي.
تر دې وړاندې هم په غور کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ څو ځلې خونړۍ نښتې شوي دي.