تاند- وروسته له دې چې عراقي پوځیان د فلوجې ښار جنوبي برخو ته پرون ننوتل، د اسلامي دولت یا داعش کسانو نن سهار وختي ځوابي برید پرې وکړ.
عراقي ځواکونو پرون د فلوجې په جنوبي لمنه کې د نعیمیه مېنه ونیوله.
د عراق پوځ وايي چې د داعشیانو برید یې له ماتې سره مخامخ کړی خو دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.
مرستندویان په ښار کې د ګیر پاتې شویو ملکیانو په حال اندېښمن دي، وايي چې په زرګونو ښاریان د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي.
د دوی په وینا اوس په فلوجې کې ۵۰ زره تنه بند پاتې دي.
لوېدیځې رسنۍ وايي چې د فلوجې ښاریانو ته د اسلامي دولت جګړه مارو ویلي چې یا له دوی سره یوځای د عراقي پوځیانو خلاف وسلې په لاس کې واخلي او یا به وژل کېږي.
د عراق پوځ د فلوجې پر اوسېدونکو ږغ کړی چې له ښاره ووځي خو ښاریان وتلی نه شي ځکه چې د داعش غړي یې نه پرېږدي.
داعش د فلوجې ښار د ۲۰۱۴ م کال په جنورۍ میاشت کې ونیوه. فلوجه او موصل د عراق دوه مهم ښارونه دي چې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځي ډلې په لاس کې دي.
دا ښار د عراق د جګړې په لومړیو کلونو کې القاعده شبکې نیولی و.
د فلوجې نفوس پخوا ۳ لکه و. د دې ښار اوسېدونکي سنیان دي.
له دې ښاره، چې د جوماتونو په ښار مشهور دی، اردن او سوریې ته د بغداد لارې تېرې شوي دي.
د فلوجې د جوماتونو شمېر تر ۲۰۰ اوړي.