تاند- په ننګرهار کې خلک وايي چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې په دري او عربي ژبو هم خپرونې پیل کړي دي.

تر دې مخکې دې راډیو، چې ځان ته د خلافت غږ وايي، یوازې په پښتو ژبه خپرونې کولې. د ننګرهار خلکو او مدني ټولنو په ځلونو پر حکومت او امنیتي اورګانونو انتقاد کړی چې د دې راډیو مخه ولي نه نیسي.

خو داعشیانو اعلان کړی چې د افغانستان حکومت او بهرني پوځیان د دوی د راډیويي خپرونو مخه نه شي نیولی.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د داعش د خلافت ږغ راډیو خپرونې له کوم ځایه کېږي خو د ننګرهار په یو شمېر کلیوالي سیمو کې اورېدل کېږي.

ځیني چارواکي فکر کوي چې ممکن د داعش غړو به په موټر کې راډیويي دستګاه ایښي وي او ځای به یې بدل رابدلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *