تاند- اسلامي دولت یا داعش په کابل کې د عراق پر سفارت د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د داعش وسله وال ترهګر نن /دوشنبه/ سهار د سفارت په خوله کې له موټر بمي حملې سره جوخت سفارت ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.

 افغان امنیتي ځواکونو د سفارت کارکوونکي وایستل خو ډزې او د چاودنې ږغونه ډېروخت اورېدل کېدې.

په کابل کې د عراق سفیر

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې تروریستي حمله کې د عراق سفیر او د سفارت کارکوونکو ته زیان نه ی رسېدلی او ټول د پولیسو له لوري خوندي ځای ته رسول شوي دي.

د کورنیو چارووزارت وايي، د حمله کوونکو ترهګرو شمېر ۴ تنه وو، چې یه یې په دروازه کې ځان چاودلی او۳نور د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

ډېر خلک وروسته له دې خبر شول چې عراق په افغانستان کې سفارت لري چې په وروستیو اوونیو کې د عراق سفارت د داعش له ډلې څخه د موصل ښار د بېرته نیول کېدو په مناسبت غونډه جوړه کړه او ګڼ خبریالان یې وروبلل.

د داعش خبري اژانس اعماق په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې جګړه مارو یې په کابل کې د عراق پر سفارت برید کړی. دا په کابل کې د کانونو د وزارت د کارکوونکو پر بس د طالبانو له تروریستي برید وروسته لومړنۍ حمله وه چې له یوې کوچنۍ وقفې وروسته کېږي.

د کانونو وزارت د کارکوونکو پر بس په برید کې لږتزلږه ۲۴ تنه شهیدان شول.

ملګري ملتونه وايي چې سږ کال تراوسه پورې یوازې په کابل کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *