تاند- سره له دې چې لا هم وسله وال طالبان د افغانستان لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي خو داعش هم په وروستیو کې د خونړیو حملو په وجه د خبرونو په سر کې یادېږي.
په وروستي یو نیم کال کې داعش ډلې په کابل کې د نژدې ۲۰ حملو ادعا کړې ده.
فرانس پریس خبري اژانس په یوه راپور کې وايي، داسې ښکاري چې داعش له ننګرهار څخه خپلې عملیاتي څانګې د افغانستان تر پلازمېنې کابل پورې غځولي او په دې کار کې یې د متوسطې طبقې په منځ کې ملاتړ کوونکي موندلي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت په کابل کې د وروستیو میاشتو حملې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه اخیستی دی، د دې ډلې کار نه بولي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال وزیري وايي، د داعش په نوم د وروستیو میاشتو حملې حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په ملاتړ کړي دي.
په واشنګټن کې د ویلسن تحقیقاتي مرکز تحلیلګر مایکل کوګلمن په کابل کې د داعش وروستیو حملو ته په اشارې وايي، دا ډله یوازې د افغانستان په ختیځ کې اډې نه لري، دا ډله زیاتې مرګ ژوبلې اړوي، د افغانستان په پلازمېنه کې لویې حملې کوي او دی فکر کوي چې دا د اندېښنې وړ ده.
د داعش د افغانستان او پاکستان څانګه په ۲۰۱۴ م کال فعاله شوه او اکثره غړي یې پخواني طالبان او د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د جهادي ډلو دي.
داعش په کابل کې د لومړنۍ حملې ادعا د ۲۰۱۶ کال په دوبي کې وکړه. وروسته یې په کابل کې د خپلې شبکې په مرسته پر افغان امنیتي ځواکونو او دغه راز شیعه ګانو نورې حملې وکړې.
کتونکي وايي چې داعش ډله د جګړه مارو په جلب و جذب کې ستونزه نه لري او د انترنیټ له لارې په ښاري سیمو کې هم کسان مومي.
فرانس پریس خبري اژانس ته یوه افغان امنیتي چارواکي ویلي چې په کابل کې د داعش ۲۰ شبکې فعالې دي.
ستونزه دا ده چې حکومت داسې یو نرښځی حکومت دی چې نه یې نر معلومیږي او نه ښځه، که نه داعش ته د خلکو ورجلبولو ته اول محیط جوړ کړای شو او چې محیط جوړ کړای شي بیا خلک په اسانۍ سره جلبېږي. دا محیط چا جوړ کړ؟ محیط د جمعیت اصلاح په نامه ډلې چې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند سره چې د هغه هېواد د پوځ او استخباراتو د پروژو تطبیقوونکی دی له خوا جوړ کړای شو.
خر هغه خر دی ، صرف نوم او کته یې بدله شوېده.
پخوانی نوم یې ټالیب ، اشرار ، حقاني ډله او آی اس آی وو، اوس یې یو بل نوم هم وراضافه شو. داعش ، جمعیت اصلاح ، جمعیت اسلامي عطا محمد نور ، خوردضابط اسمعیل او …