تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د داعش ترهګرې ډلې د ابوبکر البغدادي د وژني له تایید سره هم مهاله  ابوابراهیم هاشمي قریشي خپل نوی مشر ټاکلی دی.

ابو ابراهیم د داعش ډلې اړوند یو ټلیګرامي کانال کې معرفي شوی چې له دې وروسته به د داعش ډلې مشري ورله غاړې وي.

داعش ډلې په یو غږیز پیغام کې همدا راز له بغدادي سره د هغه د ویاند ابوحسن مهاجر وژنه هم تایید کړې ده او ویلي یې دي مسلمانان باید د دې ډلې له نوي ټاکل شوي ویاند ابوحمزه قریشي او مشر ابوابراهیم سره بیعت وکړي.

  د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د روسیې، عراق، ترکیې او سوریې سره په همغږۍ یې ادلیب کې د ابوبکرالبغدادي پرضد عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې بغدادي وژل شوی دی.

 له هغې وروسته داسې اوازې وې چې د داعش مشري به عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري پر غاړه واخلي چې د اګست په میاشت کې د بغدادي لخوا خپل ځای ناستی ټاکل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *