د افغانستان دقومي شوراګانو د همغږۍ مرکز، چې د عدلیې وزارت سره دسلو ثبت شوو قومي شو راګانو له استازو څخه جوړ شوی دی. نن د سلواغې دمیاشتې په (۲۰) نېټه د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز دکنفرانسونو په تالارکې په داسې حال کې ، چې دبېلابېلو شوراګانو او دګڼ شمېر رسنیو استازو ګډون درلود خپل شتون اعلان کړ.
یاد خبري کنفرانس دعظیم الشان قرآن دڅو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شو.
ورپسې ددې مرکز په استازیتوب هریو ښاغلي جنرال عتیق الله امرخیل، ښاغلي اسمعیل قاسم یار، قومي مشرخیال محمد حسیني او ښاغلي حیات الله حیات دقومي شوراګانو دهمغږۍ دمرکز او ددې مرکز په اډانه کې دبېلابېلو جرګه ګیو د جوړښت اودندو په څرنګوالي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دخپلو ویناوو په ترڅ کې وویل:
افغانستان دګڼ شمېر قومونو اوقبایلو نه شلیدونکی تاریخي جوړښت دی. دې قومونو دهېواد دتاریخ په بېلابېلو پړاوونوکې دخپلو ملي ګټو اوارزښتونو څخه ساتنه کړې او دهرډول ستونزو پروړاندې یې په ګډه هاند اوهڅې کړي دي. اوخپل رسالت یې دهېواد پروړاندې په ښه توګه ترسره کړی دی.
اوس مهال هم دې ته اړتیاوه، چې داسې یوقومي ځواک شتون ولري، چې په هېواد کې دملي یووالي، سولې اوثبات دټینګښت اوپه بېلابېلو برخوکې دیولړ ملي ستونزو دله منځه وړلو او شته ستونزوته دلارو چارو په موندلو غور وکړي او په عملي بڼه به لاس په کارشي. ددې مرکز موخه یوازې اویوازې ملي مسایل دي اوبس
دیاد مرکز په مطبوعاتي اعلامیه کې ، چې دترکمنانو دسرتاسری شورا دیوتن غړي ښاغلي ډاکتر محمد دوردي بګنج له خوا ولوستل شوه. راغلي وه، چې.
زموږ دمرکز اساسي موخې دملي یووالي، سولې اوثبات ټینګښت، دسیمه ییزوشخړوحل دخلکو داساسي حقوقو څخه دفاع، ټولنیز سمون او دفساد پروړاندې مبارزه ده، چې دې موخو ته درسیدو لپاره مو دتفاهم اویووالي، دسولې او امنیت ، دشخړو دحل او دبشردحقوقو څخه ددفاع ترسرلیکونولاندې جرګه ګۍ جوړې کړي دي. دقومونو دهمغږۍ مرکز په پام کې لري، چې خپل پلاوي دافغانستان ولایتونوته ولېږي ترڅو دملي یووالي اوسولې دټیڼګښت لپاره دټولو شوراګانو اوقومي مشرانو ملاتړ ترلاسه کړي.
مخکې له دې، چې دسولې دټینګښت لپاره کوم ځانګړی میکانیزم وړاندې کړو. لومړی باید دسولې دعالي شورا دمسؤلینو سره دترسره شویو کارونو، وروستیوپراختیاو، پرمختګونو اودسولې په لارکې دپرتوخندونو په اړه لیدنې کتنې ولرو. همدارنګه به په دې اړه دافغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس ددریځ په اړه ، چې دسولې په برخه کې لري معلومات ترلاسه کړو. دا مرکز مینه وال دی، چې پوه شي دجمهوررئیس له انده کومې اسانتیاوې اوننګونې سولې ته درسیدلو لپاره شتون لري. او بیا وروسته غواړو دنړۍ والې ټولنې اودایساف اوناټو ځواکونو دسیاسي دفترونو له استازو سره خبرې اترې وکړو. ترڅووکولای شو دهغوی له لیدلوري دامنیت دټینګښت دمیکانیزم په برخه کې پوه شو. په همدې ډول به دطالبانواو اسلامي ګوند له استازو سره داړیکو دټینګولو هڅې وکړو.
دهغوی ددریځ اوموضع وروسته به دهمغږۍ مرکز دسولې اړوند ځانګړی میکانیزم یاطرحه ټولو ښکیلو غاړوته وړاندې کړي.
مرکزپخپله اعلامیه کې له دولت ، دسولې له عالي شورا ، نړیوالې ټولنی، طالبانو ، اسلامي ګوند او ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتي وه، ترڅو دسولې خبروته وخت ورکړي. اوهغه وړتیاوې اوظرفیتونه، چې اوس هم په قومي جوړښت کې شته له هغه څخه په افغانستان او سیمه کې دسولې دټینګښت لپاره ګته پورته کړي.
همدا ډول یاد مرکز په اوسنیو حساسو شرایطوکې، چې له یوه پلوه دسیاسي واک دلیږد بهیر په مخ کې لرو اوله بله پلوه دنړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته دامنیتي مسولیتونو دلېږد بهیر ترسره شوی. اوافغان میړنی ملت یوځل بیا په ډېرو حساسو تاریخي شرایطوکې قرار لري.
له دولت،سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او دافغاني ټولنې له ټولو مخورو شخصیتونو څخه غوښتنه کوي. ترڅو له ډېرې زیرکتیا، درایت اوتدبیرڅخه کارواخلي دلویو ننګونو دشتون په پام کې نیولو سره دافغانستان دملي ګټوددفاع په موخه خپل پیوستون وساتي.
دجمهوري ریاست له نوماندانو غوښتل شوي و، چې په ټاکنیزو سیالیو کې دهېواد لوړې ګټې ، ملي اواسلامي ارزښتونه په پام کې ولري اوله هرډول هغواجنداو اوشعارونوڅخه چې قومي، سیمه ییز، ژبني او مذهبی بڼه ولري ډډه وکړي، دملي یووالي اوسولې ټینګښت له لومړیتوبونو اوملي اړتیاوو په توګه مطرح کړي.
له رسنیو څخه غوښتل شوي و.ترڅو ملي ګټې ترنور وګټو لوړې وشمېري دملي یووالي اوپیوستون لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې ولري.
همدا ډول له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، مخورو، طالبانواو اسلامي ګوند څخه غوښتل شوي وه، چې له ملي یووالي څخه دناموس په توګه ساتنه وکړي. اوله هرډول معاملې څخه یې خوندي وساتي اوملي ستونزې دخبرو اوتفاهم له لارې حل کړي.
په پای کې له نړیوالې ټولنې اودهغوی له نظامي ځواکونو څخه غوښتل شوي و، چې دافغانستان اوسیمې دشرایطو حساسیت په پام کې ونسي اوپه رښتینې توګه دسولې دټینګښت په برخه کې هانداوهڅې وکړي. اوله هرډول سرغړونې او اقدام څخه، چې دوضعیت دخرابولي اودافغانستان دخلکو پررواني حالت ناوړه اغېزه کوي. ډډ ه وکړي.
په پای کې دخبري سرچېنو استازو دموضوع اړوند پوښتنې مطرح کړې، چې ددې مرکز دغړیوله خوا ځوابونه ورکړل شول.
یاده دې وي، چې یاد دقومي شوراګانودهمغږۍ مرکز دلیندۍ په ۲۸ مه دملي رسالت دترسرکولو په موخه را منځته شوی دی.