بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳
په افغانستان کي ځيني هغه ملي حاده مسائل چي د ننني عصر د سیاست سره ربط خوري یو واضح شکل لري. چي بعضي اشخاص دخپل انعطاف منلو په اساس و خپل ستر قدرت ته درسېدلو لاره پیدا کوي. او هغه افرادو چي خپل شخصیت ته د نه سمون حالت غوره کړئ دی، چي دهغه کیفیت پرځینو نواقصو باندي دهغه دسنجش قوه یي کمزوره ساتلې ده او دخپل هویت دثابیتیدو لپاره يې تر خپل وجدان دمثبت طرف څخه يې منفي طرف ته نهایت زور وي. او دهغو سره مثبته پوهه هم ورسره مل وي خو بیا هم دسیاست ترعنوان لاندي خپل قدرت دهغه اړوند غیري مشکوک حالتونه یي په غیري قانوني ډول دهغه نیولو او لاسته راوړولو هڅه کوي. نن چي افغانستان په نړیوال سیاست کي ځان ډیر کم احساسوي او خپل سیاست یي تل دنړیوالو هیوادونو تر تاثیر لاندي راغلئ دی، نو داهلیت مقام ورته منصب سوی نه دی، او پخوانیو وختونو څخه ځوانه طبقه یې د سیاست څخه ډیره لیري واټن درلودلی دی، او په اوسني عصر کي چي په هیواد کي حالت کړکېچن او ناسم راته ښکاري ، ځکه ستر لامل یي همدا کېدای سي چي دخپلو ملی منفعاتو د ساتلو لپاره مو کار نه دی کړی. کله کله دهیواد سیاسي ثبات د داسي حالت سره مخامخ سي لکه دیوي پرتې وچي ځمکي یوه طرف ته اور او بل طرف ته اوبه وجود ولري، او په منځ کي همدا لویه وچه افغانستان وبلل سي، نو بناً پر ځینو مزایاو باندي مساویانه شکل لري، او کله هم بناً پر ځینو نواقصو باندي غیري مساویانه شکل اختیار کړي، نو لهذاء، په غیري مساویانه ډول کي هیواد مو داور خواته زور وهي او کله هم داوبو خواته ځان لاهو کوي. نو په همدي اساس مو دهیواد سیاسي ثبات په نه ساتلو کي پاته راغلی دی.