د افغانستان سیاسي جوړښتونه دجګړې له پیل سره داسې ونړیده چې بیرته یې درغیدو لپاره کوم اساسي ګام پورته نه شو ، دیموکراتیک جمهوریت، اسلامي دولت ، اسلامي امارت اودا دی اوس دډیموکراسۍ په اصل کې دریم ځل ازمویل کیږي  دا هر نظام دجګړې په پایله کې رامنځ ته شوی نه خو د داود خان جمهوریت په سوله کې په دیموکراتیک جمهوریت بدل شو او نه هم اسلامي دولت داسلامي امارت هرکلی په سوله کې وکړ اوس چې دلودیځ په مرسته او پالنه د ولسواکۍ کوم بهیر روان دی دوه ځل پخوا چې حامد کرزی په کې ګټونکی شو ځکه یې ډیر جنجال نه درلوده چې هغه وخت دلودیځ جګړه توده وه او تر ډیره یې په افغانستان پام راټول و ، خو دریم وار داسې مهال ټاکنې کیږي چې نورنو امریکا او ملګري یې له افغانستان د وتلو لار لټوي او په دې خوارۍ دي چې څنګه یې لګښتونه ونه شي سرتیري یې ونه وژل شي او ګټې یې خوندي پاتې شي اوس نو ډیر خیال ورسره نشته چې نظام څنګه وي شخړې کمې وي که ډیرې ،خو بیابه هم داسې کړاونه پریږدي چې که بحران وي خو قرباني یې لودیځ نه بلکې افغانستان او سیمه وي د۲۰۱۴ کال ټاکنو ته نږدې هر نوماند له ګټې سره بحران جوړونکی دی او شننه داده چې ښايي په لوي لاس همداسې شوي وي .

ډاکټر عبدالله عبدالله

عبدالله دپخوانۍ جګړه مارې شمالي ټلوالې سړی دی افغانان ترې ویره لري که په ټاکنو کې بریالی شي دا اندیښنه شته چې دخپلې پخوانۍ ډلې په څیر به ډیر پام په ټوپکوالۍ او تربګنۍ وي ځکه دعبدالله ډله به د ده له واکه په استفاده خپل پخواني غلیمان وځپي او له وسله والو طالبانو او حزب اسلامي سره دپخلاینې کوم چانس نه لري بلکې دعبدالله واک ته په رسیدو به دجګړې کرښې لاپسې غښتلي شي عبدالله به لودیځ خوشاله وساتي خو افغانان نه او په داسې کولوچې افغانان خوښ نه وي دلودیځ ګټې به هم ګواښل کیږي ځینې لودیځې ادارې کله کله هغه دیوه مخکښ نوماند په توګه مخې ته کوي ښاغلی عبدالله هم هغه مهال یو څه ډاډه شو دحزب اسلامي یوه ښاخ ترې ملاتړ وکړ او لومړی مرستیا لي یې هم واخسته خو دګلبدالدین حکمتیار وروستي اعلان چې دعبدالله ملاتړي حزبیان یې په کې سخت ځپلي و خبره ورخرابه کړه اوس چې عبدالله عبدالله له کرښې دوه قدمه وروسته نو دبري پرځای به اوس دبحران په جوړولو فکر کوي .

رسول سیاف

سیاف هم دعبدالله په څیر دتیرو جګړو لوبغاړی دی ښایی له هغه نه به یې پوهه څو چنده ډیر وي خو په افغانانو کې له دې امله ښه نوم نه لري چې دتیرو او روانو شخړو په اړوند یې کوم مثبت رول نه دی ادا کړی سیاف ته یې که پلویان رايې راټولې کړي خو دنړیوالې ټولنې ملاتړ به ونه لري په تیر کې عربانو دهغه خبرې ته غوږ نیوه خو اوس له هغوئ سره هم دبې باورۍ تر بریده رسیدلی دی کچیرې سیاف واک ونیسي له نورو هیوادونو سره به یې اړیکې خوندورې نه وي او جګړه به هم پسې وغځیږي ځکه نوموړی دوسله والو طالبانو سرسخته دوښمن دی په دې مانا چې دپخلاینې هیڅ تمه ترې نه شي کیدای ځینې نظرونه دادي چې دطالبانو په وړاندې د ده څرګندونې د دې لپاره دي چې امریکا انډیواله کړي خو نه امریکایان مخ ورګرځوي اوهم یې طالبان ځان ته غوسه کړي دي.

قطب الدین هلال

هلال دحکمتیار د ډلې مخکښه څیره وه او اوس هم دهغه په ننګه ولاړ دی که څه هم په لومړیو هغه ته ډیره تمه نه کیده خو کله چې د ډاکټر عبدالله په وړاندې دحکمتیار ډلې خپله مبارزه پیل کړه هلال یې مناسب نوماند وباله او په شا یې وډبوه که حزب اسلامي دهلال تر شا ودریږي سیالۍ ته یې چانس شته خو که واک ته ورسیږي ستونزې به دا وي چې امریکایان به ورسره کلک مخالفت وکړي او دهغه دنظام پرخلاف به لاس په چاره شي څه ډول چې په مصر کې دمحمد مرسي سره وشو له بلې خوا هلال دهغې ډلې غړی دی چې ملت پالي او لودیځ ملاتړي ډلې اوان وسله وال طالبان ورسره روغ نه دي دلته هم دکشمش خبره رامخې ته کیږي .

ډاکټر اشرف غني احمدزی

غني په سیاسي لحاظ داسې یو څوک نه دی چې په تیر یې تبصره وشي خو د دې نسل یوشمیر لوستي ځوانان یې ملاتړ کوي او د واک ته رسیدو هڅې یې کوي غني له امریکا لوېدیځ او نورو بهرنیو هیوادونو سره کومه ستونزه نه لري دنظام دجوړښت لپاره دا وس لري چې ښې طرحې جوړې کړي خو دهغه خواوشا داسې څوک راټول دي چې دا یې په دې حسابوي چې دواک ته رسیدو لپاره به ترې ګټه پورته کړي خو دغه کسان خورا خپلسري او ازمایل شوي دي لومړی مرستیال یې جنرال دوستم دی دازبیک ملیشو دغه قومندان له ډاکټر نجیب الله ، ګلبدین حکمتیار له طالب رژیم او په راوروسته کې څو وارې له حامد کرزي سره دملګرتیا په نوم خیانتونه وکړه ��ایی له اشرف غني سره هم تر پایه پاتې نه شي او نظام یې به یې حتمي یو وخت ننګوي دجنرال دوستم په څیر ګڼ نور ترون کسان هم له غني تاوو دي  ، که اشرف غني واک ته ورسیږي دپنجشیر درې سیاستوال به یې کله هم ونه مني اودا وخت به عبدالله عبدالله ناکام نوماند وي هغه به تاجکان په دې نوم پاروي چې دازبیک هزاره او پښتون حکومت دی د دوئ ونډه په کې نشته ، اشرف غني احمدزی دا وړتیا نه لري چې دحامد کرزي په څیر دروغجن سیاست وکړي او دمصلحت له مخې حالت کابو کړي دیوې سرچینې له قوله ده چې ډاکټر غني خپلو کمپاینرانو ته وايي تاسې ماته نه بلکې افغانستان ته کار کوئ غني په فساد دتورن نظام یو شمیر له دندو ګوښه والیان او دارګ پخواني مامورین چې دکرزي کمپاینران و هم په خوا کې لري چې غني ورته هومره وخت نه ورکوي اوښايي دګټې پرځای ورته په تاوان تمام شي دلته هم یو ستر بحران شته دغني ولسي ملاتړ په دې وروستیو کې دټاکینزو منډو ترړو پر مهال ولیدل شو چې دنورو په پرتله خورا لوړ و افغانان یې ځکه نسبتا ښه رهبر یادوي چې بل بدیل نوماند ورسره نه لیدل کیږي  خو افغانستان اوس دولس له ولکې بهر دی نو که ولس ښاغلی غني غواړي بهرني مغرض هیوادونه او ارګ یې نه غواړي دلته نو له ولسه ارګ په ټاکنه کې پیاوړی دی او که ارګ ناکام شي داشرف غني دناکامیدو لپاره به هم خواري کیږي چې دا هم له بحرانه خالي نه ده  .

ډاکټرزلمی رسول او عبدالقیوم کرزی

سرچینې وايي چې دغه دواړه نوماندان دیوه ځایه قومانده کیږي هغه ځای چې په لاس کې یې ښه امکانات شته داد ولسمشر کرزي کاندیدان دي همداسې وشوه چې ښاغلی کرزي درسول په ګټه ورتیر شو د دولتي امکاناتو نه داستفادي بیلګې یې هم خپرې شوې  له دوئ دواړه سره په ټاکنیزه ډله کې دشمال ټلوالې برخه غوښنه ده (ضیا مسعود دزلمی مرستیال او وحیدالله شهراني دقیوم کرزي مرستیال) دغه دواړه نوماندان هومره ځیرکه اوسیاسي تجربه نه لري خو دقوماندې کس یې غښتلی سیاستوال دی هغه سیاستوال چې ۱۳ کلونه یې پوره تجربه لاس ته راوړې دبهرنیو هیوادونو  سره اړیکې پاللی شي او په مصلحت کې ښه هنرمند دی ، که د ده نوماندان واک ته ورسیږي نو دپخوا په شان به یو ګډوله نظام وي شمالي ټلواله به واکمنه وي او جګړه به ځکه ونه دریږي چې د دا ډول نظام سره دسولې دخبرو اټکل نشي کیدای خو یو کار به وي چې دواکمنو تاجاکانو او هزارګانو په سیمو کې به جنګ نه وي خو دپښتون ولسمشر سیمې به دشخړو ډکې وي داد دتیرو کلونو تجربه ده  په دې مسله کې هم شواهد رامخې ته شو دولت په دې تورن شو چې په ډیرو سیموکې په ډاګه دزلمي رسول ملاتړ کوي ان زلمی رسول دشکایتونو دا اوریدو دکمسیون له لوري په دې ټکې جریمه شو چې ګنې له دولتي امکاناتو استفاده کړې داسې هم ویل کیږي چې نادر نعیم هم دارګ په لارښوونه زلمي رسول ته تیر شو اوس داسې مالومیږي چې په زلمي رسول پوره پانګونه شوې دکرزي دمخلوط نظام ډیر غړي یې ملاتړي شو په دې کې پخوانۍ جګړه مارې ډلې او دواکمن نظام چې دلوړې کچې پرفساد تورن دی پلویان شامل دي .

جنرال عبدالرحیم وردګ بې له دې چې دچا په ګټه تیر شي له نوماندۍ لاس په سر شو ،ګل اغا شیرزی ، هدایت امین ارسلا، داوود سلطانزوی  هغه نوماندان دي چې دخلکو ډیرې تمې ورپورې نه دي تړلي او ګومان دادی چې یاخوبه له نورو نوماندانو سره جوړ جاړی کوي او یابه هم همداسې په کمو رایو پاتې کیږي دلیل یې دا ګڼل کیږي چې په دوئ کې یو یې هم سیاسي شالید نه لري ، په داسې وخت کې چې یو نوماند هم داسې نه دی چې بحران راوړنکی نه وي نو راتلونکی افغانستان به خامخا دکورنۍ جګړې شاهد وي او نړیواله ټولنه او دسیمې هیوادونه به له همداسې حالاتو دځان په ګټه کار اخلي ځکه چې افغان امنیتي سکتور په ملي روحیه نه دی ولاړ تر ډيره پکې تنظیمي سلیقې پالل کیږي او دسولې او پخلاینې لپاره هم کو اساسي میکانیزم نشته ، مالومه نه ده چې د ولسواکۍ دا نظام به دجګړې په دوام په کوم ډول جوړښت واوړي.

————————————-

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي

0 thoughts on “دافغانستان ټاکنې او بحران/ نظامي”
  1. ليکوال ترډېره بريده منفي اوبدوونکی دی. ددوی په اند ملت بايد ځانوژنه وکړي. ډارېدوونکی نه رهبرکیدای شي اونه پرمختګ کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *