د نوې ژبپوهنې پلار سويسي فرديناند دې سوسور پر دې ټينگار لاره چې هره ژبنۍ نښه يا سېمبول دوه مخه لري، يو مخ يې (دال) او بل يې (مدلول) دي.
دال: هغه مادي څيز دی، چې محسوس دی او لمس کېدای شي.
مثال: څوکۍ، کتاب، موبایل، کمپیوټر…
مدلول: هغه تصور ته وايي، چې زموږ په ذهن کې د هغه مادي څيز په اړه موجود دی.
مثال: څوکۍ دال شوه او د څوکۍ په اړه زموږ په ذهن کې موجود تصور مدلول شو.