دانتې آليګيري (Dante Alighieri) او الهي کميډي La divina commedia )) يې
د دانتې پوره نوم يې دانته اليګيري دی. د ايټاليا مشهور شاعر و، چې په۱۲۶۵م کال کې د ايټاليا په فلورانس کې پيدا شوی. «کورنۍ يې متوسطه او تقريباً اشرافي کورنۍ وه.»(۶) او په ۱۳۲۱م کال سپټمبرکې د هسپانيه په روانا (Ravanna) کې مړ شوی دی. همدا لامل و، چې کله يې مخالف لوري د قدرت واګي په لاس کې واخيستی، دی يې له وطن نه په وتو مجبور کړ. بيا د عمر تر وروستۍ نېټې خپل وطن ته رانغی.
د ايټاليا مشهور ليکوال و، چې د خپلو اثارو په وجه په ټوله اروپا کې مشهور و. د زوکړي کال يې دقيق معلوم نه دی ، خو د الهې کميډي له متن څخه يې متنپوهانو پورتنۍ نېټه رايستلې ده. پوهندوی ميراجان غوربندي د «دنړۍ ادبيات» کتاب کې د دانته د زوکړې کال ۱۶۶۵م او د مړينې کال يې ۱۷۲۱م ښودلی، چې ګومان کوم ټايپي تېروتنه به وي.(۴)
دانته د سانتا کروچه په ښار کې د (Frati Minon) په مکتب او د بولونيا په پوهنتون کې زده کړي کړې دي،ده په فلسفه، لرغونو ژبو او ژورناليزم يا د وياندويي هنر کې زده کړې وکړې.په ۱۲۹۶م کال د فلورانس په ښار کې د وياندويي په برخه کې په کار بوخت شو، چې د الهي کميډي د «دوزخ» په پنځلسم سرود کې يې په دې اړه مکمل معلومات ليکلي دي. غوښتل يې چې فلورانس د پاپ او کليسا له واکه ازاد وي. دا د ده له مهمو موخو څخه هم وه.له دې خاطره نو په ۱۳۰۲کال کې له فلورانس نه په وتو مجبور شو. په دې اړه په پښتو اريانا دايرة المعارف کښل شوي دي «… دده په وخت کې د اشرافو او منځنۍ طبقې تر منځ يو سخت اختلاف پيدا شو، چه دانت د منځنۍ طبقې د اشرافو په کتار کښې ودرېد او په دې مبارزه کښې دی د منځنۍ طبقې د بيا برياليتوب سبب شو… .»(۷) د دانته اثار د کليسا له خوا تر ډېره وخته بند، څه چې که پيدا شوي وای سوځول کېده.
په نوې ځواني کې يې په «بئاتريکس» مينه راغله. د «بئاتريکس» پلار «پرتيناري» نوميده. ويل کېږي، چې دانته او بئاتريکس کومه کورنۍ اړيکه هم درلوده. دانته په لومړي ځل بئاتريکس په يوه مېلسمستيا کې وليده.دواړه همځولي وو. خپله دانته په دې قانع دی، زما ليونۍ مينه له هماغه وړکتوبه پيل شوې ده. د استاد ميراجان غوربندي په قول (اته کاله وروسته بئاتريکس په دې خبره شوه، چې دانته پرې مين دی او ددې په باره کې يې په «نوی ژوند » کې شعرونه ويلي دي، خو د مينې دا وړانديز يې رد کړ) (۴) او څه وخت وروسته يې له بل چا سره واده وکړ. بئاتريکس په ۱۲۹۲کې د ۲۴کلنو په عمر مړه شوه. ددې مرګ دانته ته سخت ټکان ورکړل. دانته چې تر دې وخته لا پوخ شاعر نه و، د بئاتريکس په بېلتون کې يې زيات اشعار وليکل. دا ليونۍ مينه يې بيا ترمرګه هېره نه کړای شوه. د بئاتريکس له مرګه يو کال وروسته يې له جما (Gemma) سره واده وکړ. جما د دوناتي (Donnati)له کورنۍ څخه وه. دې کورنۍ په فلورانس کې شهرت لاره. د څلورو زامنو پلار شو.
دانته د ژوند وروستي کلونه له خپل هېواد نه لېرې تېر کړل. دی سيه نا(Sienna)، ورونا(Verona)، پادووا(Padova)، لوکا(Lucca) ښارونو ته ولاړ. په ټولو ځايونو کې يې ښه استقبال وشو. په پاي کې روانا (Ravanna) ته ولاړ او د ژوند ترپايه همدلته پاتې شو. د سپټمبر په ۱۴مه په ۱۳۲۱م کال کې همدلته ومړ. د ژوند وروستی وصيت يې دا و چې«کاش په خپل کور کې مړ وای». له مرګه وروسته فلورانسيانو ډېره هڅه وکړه، چې هغه خپل وطن ته راوړي، خو روانايانو يې مخه ونيوه او دا مشهور ليکوال او سياستمدار يې په خپله خواره کې ښخ کړ.
دانته خورا زيات اثار ليکلي دي، چې مشهور يې په لاندې ډول دي.
الهي کميډي، نوی ژوند، مېلمستيا، سرودونه او پادشاهي(De Monarchia) .
الهي کميډي La divina commedia )) :
استاد عبدالغفور لېوال په يوه مرکه کې د الهي کميډي په اړه وايي « دده نامتو اثر ( الهي کومیډي ) دنړۍ له تلپاتې اثارو څخه ګڼل کیږي…خو الهي کومیډي یې ډیره مشهوره ده، په دې اثر کې لیکوال دوزخ ، جنت اوبرزخ ته روحی سفر کوي او هلته دنړۍ له مشهورو څېرو سره خبرې کوي، دکیسې له اتل سره چې متکلم ( پخپله شاعر) دی دهغه ریښتینې معشوقه ( بیاتریسه ) هم مل ده . ګڼ کره کتونکي دغه سفر یو روحي سفر بولي.»(۵) دا کتاب يې په ۱۳۰۸ يا ۱۳۰۷ کې پيل کړاو د ژوند تر وروستيو پورې يې بشپړ کړ. ۱۰۰سرودونه او ۴۰۰۰۰بيتونه يې درلودل. په دې کتاب کې جهنم، برزخ او جنت ته خيالي سفر تشرېح شوی دی. الهي کميډي د ايټاليا په ادبياتو کې لومړنی اثر دی، چې د نړۍ په اثارو کې مهم ځای لري. کتاب په لومړي سر کې کميدي Commediaنومېده، چې جيوواني بوکاچيو د دانته هم عصر د (الهي) نوم هم پسې غوټه کړ. له دې وروسته کميډي الهي ونومول شو. د کتاب په ليکلو کې دانته دوه لارښودان درلودل، چې د کتاب په لومړۍ او دويمه برخه ( دوزخ او برزخ) کې يې ويرژل چې تر ده مخکې تېر شوی، لارښود و او د دويمې برخې په منځ او درېيمه برخه (جنت)کې يې خپله مينه بئاتريس پرتيناري لارښوده وه. دا کتاب د غرب په منځنيو پېړيو کې يو مهم اثر ګڼل کېږي. په لومړي ځل په ۱۸پيړۍ کې په نورو ژبو وژباړل شو. ځينو اديبانو يو فلسفي کتاب ياد کړی دی. که څه هم اوس د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی، خو بيا يې هم ځينې برخې لا لوستونکو ته ګونګې او پېچلې دي.د الهي کميډي درې واړه برخې په لنډيز لاندې راوړل شوې دي.
د کتاب په پيل کې د داستان راوي او شاعر په ۳۵کلنۍ کې په يوه تياره ځنګل کې سرګردان ګرځي. ناڅاپه د روم لرغونی شاعر ويرژيل راپيداکېږي. له دوی سره يوې بلې نړۍ ته سفر کوي. ويرژيل يې د يو لارښود په ډول دوزخ، برزخ او جنت ته بيايي.
دوزخ:
د دانته او ويرژيل لومړنی هدف دی. دانته دوزخ په انځوريز شکل بيانوي. داسې چې په انځورګرايي ډول يې لوستونکو ته وښيي. په دوزخ کې شيطان لارښوونه کوي.د دوزخ خاصه ځانګړنه د اميد نه موجوديت دی. دوزخ ته له ننوتو سره سم په لويه تخته ليکل شوي دي، هر څوک چې دلته ننوځي، له هره اميده دې لاسونه پرمينځي. دوزخ طبقې طبقې دی. ګنهکاران پکې د خپلې ګناه په اندازه اوسېږي. د چاچې ګناه لږه وي، د ځمکې مرکزي نقطې ته نيږدې وي. جزا د ګناه په اندازه ورکول کېږي. په دې کتاب کې د ګناهونو ډولونه پېژندل شوي دي. د ګنهکارانو شپږ ډلې تشرېح شوېدي،چې متکليفين، هواپرست، خسيسان، اصراف کوونکي، تندخويه او بدغوښتونکو څخه عبارت دي.
برزخ:
دلته دانته او وېرژيل د ګناه او پاکي تر منځ حالت ته ځي.په دې ځای کې هغوی اوسي، چې ګناهونه يې يا بښل شوي وي او يا يې ګناه نه وي کړې، خو نيکۍ يې لاهم نه وي. ګناهونه په توبه او پښېمانۍ سره بښل کېږي. دانته په دې سفر کې تر يو ځايه له ويرژيل سره ځي. له دې وروسته ددې په خاطر چې ويرژيل ګنهکار او دوزخي دی، مخکې نه ځي. د ويرژيل ګناه دا وه، چې تر مسيح پيغمبر د مخه دنيا ته راغلی دی. له دې وروسته «بئاتريس» ورسره ملګرتيا کوي. «بئاتريس» ددې سفر تر پايه له دانته سره ملګرې ده. بئاتريس هغه څوک وه، چې له هر ډول ګناه څخه پاکه وه. د جنت په تر ټولو لوړ ځای کې اوسېده.
جنت:
جنت د دانته د کتاب وروستی څپرکی دی. له ټولو پړاوونو وروسته جنت ته رسېږي. جنت د نيکانو ځای دی. دلته هغوی اوسي، چې له هر ډول ګناه څخه پاک وي. دلته ټول نېکان، ميلمه پال، وطنپال، ريښتوني او دين دوستان اوسي. دانته په جنت کې له خپلو دوستانو سره ويني. د هغوی نصحتونه هم اخلي.دانته ددې سفر چې په دوزخ پيل و، په پای کې جنت او له هغه وروسته عرش اعظم ته رسي او د يوه نور ديدار کوي.
ماخذونه:
۱- آلګيري دانته، ژ شفا شجاع الدوله.۱۳۸۴هـ.کمدی الهیLa divina commedia )). ايران: اميرکبيرخپرندويه.
۲- http://jomalatziba.blogfa.com/post-503.aspx— ۱۲\۸\۱۳۹۵
۳- http://asre-nou.net/php/view_print_version.php?objnr=1237– ۱۲\۸\۱۳۹۵
۴- غوربندی ميراجان. ۱۳۹۲ل ل . نړۍ ادبيات. کابل: مستقبل خپرندويه ټولنه.۴۳مخ.
۵- http://www.tolafghan.com/posts/28721– ۱۲\۸\۱۳۹۵
۶- نعمتي معصومه. دانتــه و تعصبات فلسفی سیاسیاش. ماندګارورځپاڼه.۱۳\عقرب\۱۳۹۵ل ل.
۷- پښتو آريانا دايرة المعارف. پنځم ټوک.۱۳۵۴ل ل کال. کابل:اطلاعات او کلتور وزارت. ۴۸۷۸مخ.