سرور دانش

تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، په تېر یو کال کې چې د سولې هڅې پیل شوي، د طالبانو فعالیت دا په ډاګه کړې چې دغه ډله په واقعي سوله باور نه لري.

نوموړي نن جمعه په کابل کې د یو شمېر محصلینو د فراغت په غونډه کې ویلي، خلک نه شي کولی له اوربند پرته د چا د سولې په شعارونو تېر وځي.

ښاغلي دانش ټینګار کړی چې د باور جوړونې لپاره ضرور ده چې د افغان دولت په محوریت مذاکرات پیل او اوربند هم ورسره هم مهاله ټینګ شي: (( طالبان باید سولې ته د افغان حکومت هرکلی د دولتي ځواکونو او حکومت ضعف ونه ګڼي، بلکې ټول ولس د افغان ځواکونو سره دی او دوی به په قوت د سولې پروسې ته داخل شي.))

ښاغلي دانش طالبان تورن کړل چې په تېر یو کال کې یې ښکاره کړه چې د سولې په کلمه په واقعیت کې باور نه لري: (( طالبانو له فرصت نه په استفاده پر افغان حکومت او متحدینو یې ګوزارونه وکړل او پر ملکیانو یې هم تاوتریخوالی ونه دراوه.))

ښاغلي دانش اوسنی نظام، اساسي قانون، ټاکنې، د ښځو او بشري حقونه، د ښاروندۍ حقونه او د وروستیو کلونو لاسته راوړنې د خلکو ارزښتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا لاسته راوړنې به هیڅکله په معامله له لاسه ورنکړل شي.

ښاغلي دانش همدا راز ټینګاروکړ چې تر څو د افغانانونظر په کې وانخیستل شي، پایداره او عادلانه سوله نه شي راتلای.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د سولې مهم پړاو ته د نږدې کېدو ادعا کړې او ویلي یې دي چې دا ځل سفر کې یې ګټورې سلا مشورې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *