تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغان دولت به له طالبانو سره د سولې خبرو ته له ټاکنو وروسته کېني.
سرور دانش ویلي، که څه هم د طالبانو او امریکایانو خبرې تکمیل شوي، خو افغان حکومت به له طالبانو سره د میزان د شپږمې له ټاکنو وروسته خبرو ته کېني: (( دوی تر اوسه دوه موضوعات خپلو کې سره څېړلي دي، خو د نظام څرنګوالی، اساسي قانون او نور موضوعات شته چې طالبانو سره پرې خبءې نه دي شوي او افغان حکومت په دې برخه کې یو طرف دی.))
سرور دانش ټینګار کړی افغانان هغه سوله غواړي چې باعزته وي، د افغانستان تلپاتې ثبات او د خلکو ازادي تضمین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني هم د اختر له لمانځه وروسته وویل، چې د سولې خبرې د اوسني حکومت چې د پای ورځې یې دي، واک نه دی بلکې راتلونکی حکومت به له ټاکنو وروسته په دې تړاو پريکړه کوي: (( د سولې لپاره باید یو باصلاحیته حکومت د ټاکنو له لارې راشي، د ملي یووالي د حکومت وروستۍ ورځې دي خود سولې خبرې لوی صلاحیتونه غواړي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه به المان یا ناروې کې ژر تر ژره لاسلیک شي.