نژدې دوه کاله وړاندې له محمدیار صاحب سره لغمان ته تللی وم، په لغمان کې دانش صاحب یوې خړې مځکې ته ودرولو؛ ویل دلته به فرهنګي مرکز جوړوم.

د مرکز نخشه یې تشریح کړه، چې درې پوړه به وي، په لاندې پوړ کې راډیو، په دویم کې کتابتون او په دریم کې مېلمستون.

په حوېلۍ کې به چمن وي، سټېج به وي، غونډې به وي، مېلمانه به راځي، په کتابتون کې به څېړنه کوي او په مېلمستون کې ارام.

بیا یې په خندا وویل چې تاسو به هم د رخصتۍ لپاره لغمان ته راځئ، محمدیار صاحب ته یې وویل چې ته به دلته ځوانانو ته لیکچرونه او درسونه ورکوې.

زما چې په کانسټرکشن کارونو کې مې مالومات او دلچسپي صفر ده، د دانش صاحب په خبرو کې مې یوازې پر هغو خوند اخیستی چې د مرکز د ساختمان تر جوړېدو وروسته د پروګرامونو او فعالیتونو په اړه وې، او خړې مځکې ته مې حیران حیران کتل.

دانش صاحب تر دې وړاندې موږ ته هغه بروشر راښودلی و چې هلته د دې مرکز د جوړېدو ټوله پروسه، خدمات او اهمیت تشریح شوی و. چې رشتیا شي هغه بروشر مې هغه وخت سرسرکي کتلی و، او فکر مې کړی و چې دا به خدای خبر څنګه شي او څنګه به جوړیږي؟

په بروشر کې لیکل شوي ول چې مرکز به د خلکو لپاره د خلکو په مرسته جوړیږي، هر څوک له مرکز سره د ساختماني او نورو توکو مرسته کولای شي چې په پای کې به د ټولو یادونه کیږي.

تر دې وروسته نو دانش صاحب په مکمل ډول د مرکز په جوړولو بوخت شو، مرکز زموږ ټولو ملګرو لپاره د بحث او ګام پر ګام د لیدلو او څارلو مرکز شو.

دانش صاحب خپلې پیسې لګولې، ځینو دوستانو یې مالي او مادي مرسته کوله، جاوید جان په کې کار او خواري کوله، او زه یې په لیدو خوشحاله کېدم.

مرکز جوړ شو، نن زه په لغمان کې د دانش فرهنګي مرکز په دریم پوړ کې ولاړ یم، شاه او خوا د لغمان نوی ښارګوټی او دولتي ودانۍ ښکاري، هوا ښکلې ده، له کابل څخه د پښتو د یو لوی شاعر پیرمحمد کاروان په ګډون لیکوالان او فرهنګیان راغلي او د لغمان ځوانانو ته خبرې.

د دانش صاحب د دوو کلو وړاندې یوه یوه خبره مې را په یادیږي، چې هغه وخت زما په ګډون کېدای شي ډېرو ته عجیبه ښکارېدې، کتابتون جوړ دی، مېلمستون فعال دی، په حوېلۍ کې چمن څه چې آن ګلونه او غرونه هم ولاړ دي.

زما دا لنډه لیکنه د دې لپاره نه ده چې ګواکي زه د دانش صاحب ستاینه وکړم، د هغه د کارونو او خدمتونو په اړه به لوی لیکوالان لیکل کوي، زه غواړم یوازې خپلو همزولو ته د ارادې یو عملي مثال وړاندې کړم، که موږ په رشتیا او پاک زړه وغواړو لوی او ښه کارونه وکړو، هیڅوک او هیڅ ستونزه زموږ مخه نه شي نیولای، په پای کې به بریالیتوب زموږ وي، ورسره غواړم په ځانګړي ډول د لغمان نجونې او هلکان دې ته متوجې کړم چې له دې لوی فرصت څخه ګټه پورته کړي.

زه په دې باور یم چې دانش صاحب به خپل مرکز ته ډېر پوهان، استادان، لیکوالان، او د تجربو خاوندان راولي او د لغمان د خلکو په مخ کې به یې دروي، د مرکز په الفت کتابتون کې چې لا بشپړ نه دی په زرګونو کتابونه اېښودل شوي دي، دا نو اوس د لغمان او نژدې سیمو په خلکو پورې اړه لري چې له دې امکاناتو څخه څومره استفاده کوي، او څنګه د دانش صاحب او د هغه د کارکوونکو ملاتړ کوي.

د دې ترڅنګ د نورو ولایتونو له مشرانو غوښتنه کوم که غواړي په ښه نوم یاد شي، او تلپاتی خدمت وکړي د دانش فرهنګي مرکز موډل دې واخلي او په خپلو سیمو کې دې جوړ کړي.

زما په یاد دي چې لس کاله وړاندې په کندهار کې بېنوا فرهنګي ټولنې، ښکلا مجلې او کندهار نندارې خپل فرهنګي فعالیتونه د خاد کوڅې په ماتو ګوډو دوکانو کې کول.

وروسته کندهار ادبي دربار جوړ شو، چې د کندهار ټولې فرهنګي ټولنې، افراد او هستې پکښې راټولې شوې.

دوی ډېر کار وکړ، کوي یې، مثبت تاثیرات او بریالیتوبونه یې ټولو ته مالوم دي.

کندهار ته چې له بلې سیمې یا بهر څخه کوم فرهنګي، ژورنالیست او لیکوال راغی، د خلکو سره د لېدو ځای یې همدا وي.

محمدیار صاحب به هر وخت ویل چې کاشکې مو د بېنوا فرهنګي ټولنې، روهي ادبي بهیر، کندهار ادبي دربا، کتابتون، نندارې او نورو ټولو فرهنګي فعالیتونو او مېلمنو لپاره یو ځای درلودای چې زموږ وای، د ټولو وای، د ټول هیواد وای.

زموږ ملګري هره ورځ د بېنوا کتابتون ډېر ارزښتناک کتابونه او د روهي ادبي بهیر سټېج په شاه له یوه ځایه بل ته روان وي، کلونه وشول، د یوه ډېر کوچني خو خپل ځای خاوندان نه شول.

په دې تمه چې یو دانش په کندهار او د افغانستان په هر ولایت کې پیدا شي چې خپلو خلکو، ځوانانو او نجونو ته د اړینې او سالمې روزنې لپاره یو عامه فرهنګي مرکز او کتابتون جوړ کړي.

دانش خو خپل کار وکړ، خپل مسئولیت یې ادا کړ، چې موږ به څه کوو؟

دا لیکنه په بدلون اوونیزه کې خپره شوې ده.

One thought on “دانش خو خپل کار وکړ/  حکمت سروش”
  1. Salamoona Laghman ta, Danish sahb ta , Sorush etc…ta
    Da kho dder zyat d khoshHaliy zaay dey che zmong laghmanyan d dasy shkara khazany khawendan kegy. Kho khuday de wakrry che laka d Kabil pohantoon, Pashtu akaddemy aw Zhwandoun r.tv. ghondy d Afghan aw hewad doshmenan yi wanaswazawi!!!. Server danish kho ghayr-e d Ddaykunndiey pa fikir ki dy!!.

    Allah mo mal.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *