سرور دانش

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا لخوا طالبانو سره د سولې خبرو لغوه کولو په تړاو ویلي، د سولې نهايي شوې هوکړې ډېرې جدي ستونزې لرلې.

ښاغلي دانش نن په کابل کې د عاشورا یو لړ مراسمو ته وینا کې طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو لغوه کولو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، نړیوال متحدین بالاخره هغه څه باندې قانع شول چې افغان حکومت په وروستیو میاشتو کې ویل او ټینګار یې درلود چې طالبان سولې ته ژمن نه دي: (( د سولې د خبرو په شدت سره طالبانو خپل بریدونه هم زیاته کړل او دې وښوده چې طالبان سولې ته ژمن نه دي.))

ښاغلي دانش له طالبانو سره د خلیلزاد د سولې هوکړه لیک ته په اشاره وویل، دغې هوکړې ډېرې جدي ستونزې لرلې: (( یوه لویه ستونزه یې دا وه چې متن کې په اوربند هوکړه نه وه شوې.))

د ښاغلي دانش په خبره افغان حکومت لا هم سولې ته ژمن دی، خو نه شي کولی سولې ته د افغانانو ارزښتونه او جمهوریت نه شي قرباني کولی.

ښاغلي دانش ویلي، اوسمهال د سولې لپاره د یوې اجماع رامنځته کولو اړتیا زیاته شوې او ټول لوی واړه ګوندونه او جریانونه باید د حکومت د دریځ ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *