تاند، جمعه، د جدي ۶مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغان سیاسیون په کور دننه د سولې په تړاو واحد نظر نه لري او هره ورځ اختلافاتو او ناندریو ته لمن وهل کېږي.
ښاغلي دانش نن د لویې جرګې په خیمه کې یوې غونډې ته ویلي، تمه لري چې افغانان لکه څنګه چې په جهاد کې متحد او منسجم وو، د سولې په اړه هم واحد نظر پیدا کړي.
دانش د چا نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې ځینې سیاستوال په ضمني ډول له طالبانو ملاتړ کوي او ځینې په دولت بیا تور لګوي چې د سولې ممانعت کوي په داسې حال کې چې په وینا یې دغه سیاسیون په دې ډول د طالبانو استازیتوب کوي: (( څوک چې له طالبانو ملاتړ کوي، دا ډله مجاهدین بولي، افغانستان اشغال ګڼي او حکومت نامشروع بولي، کلونه یې د پردیانو لپاره کار کړی او اوس یې ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي دي.))
نوموړي پر سیاسیونو غږ کړی چې د افغان دولت په محورییت د سولې پروسې ته ورګډ او له شخصي ګټو تېر شي.
سرور دانش زیاته کړې، که افغان امنیتي ځواکونه نه وای، طالبانو به پر یو سیاسي رهبر هم رحم نه و کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ګلبدین حکمتیار ویلي وو طالبانو ته باید ترهګر ونه ویل شي او همداراز یې افغان حکومت نامشروع بللی و.
نوموړي تر دې وړاندې څو ځله په خپلو خبرو کې افغان ځواکونه هم اجیر بللي وو چې پر ضد یې ګڼ غبرګونونه راپارېدلي وو.
کله چه ګلبدین چه طالبان ترهګر نه بولی په داسی حال کی چه طالبان د انسان وژنی او مسلمان وژنی هیڅ پروا نلری او د کومه وخته چه دغه تروریستی ډله د پاکستان د فوج او استخباراتو په واسطه دجنرال نصیرالله بابر د سفر نه کندهار، هرات او بیا آسیای میانه ته متصل ایجاد شوه ، تر اوسه یی په لکونو مسلمانان د افغانستان شهید کړی په اوله مرحله کی یی د حزب اسلامی منسوبین د حکمتیار په شمول د کندهار نه نیولی تر کابل پوری تر برید او تعقیب لاندی نیولی ؤ ، حکمتیاراوس شاید د کومی معاملی د وجهی چه د حزبیانو نه یی پـټـه ساتی دا خبره کوی چه طالبان تروریستان نه دی . ځکه حکمتیار اکثره پټی معاملی د خپلو ملګرو د مشوری نه بغیر سرته رسوی ، یو دلیل د حزب اسلامی د تجزیی هم همدغه واقعیت دی.
اوس ددغه تاریخی جریان دمخی چه زمینی حقایق دی د افغانستان ملت اوشاید هم د حزب اسلامی منسوبین اکثریت دحکمتیار نه دا پوښتنه وکړی چه که طالبان ددومره قتلونو اووحشت سره چه تر سره کوی یی تروریستا ن نه وی نو دده نظره تروریستان چا ته وایی ؟ مګر تروریست نور ښکر لری ؟
بله دا چه دی وای چه دا حکومت مشروع نه دی ، ایا د حکمتیاررهبری چه حزبیانو د شفافو انتخاباتود لاری هیڅ وخت هم نه وه ، نه ده ، مشروع ده ؟
که چیری دا دولت مشروع نه وی او دغه مملکت اشغال وی نو حکمتیارولی د نامشروع دولت سره د صلحی معامله وکړه ؟
همدارنګه بیا یی ولی یوه اشغال شوی مملکت ته تشریف راوړ ؟
بیا د تشریف راوړلو نه وروسته چا مجبورکړی ؤ چه د اشغال تر سیوری لاندی ځا ن ته د ریاست جمهوری د کاندید شرف حاصل کړی ؟
هغه متل دی دی چه چرګ هم دانه ټـولوی او هم موښوکه څنډی ! !