سرور دانش

تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د طالبانو په اسلامي امارت هوکړه سوله نه بلکې د جګړې اور ته د شدت بخښلو په معنا دی.

ښاغلي دانش نن د بخښنې سازمان په کوربه توب په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د طالبانو په امارت کې له استبداد پرته بل هیڅ شی نه شته او د تاوتریخوالي راکمولو باندې هوکړه یو ډول دوکه او چل دی چې افغانانو او نړیوالو ته ورکول کېږي.

ښاغلي دانش ټینګار کړی چې په اوسنۍ سوله کې نه هم سیاسي جریانونه، نه هم حکومت او نه هم مدني بنسټونه حضور لري نو هغه به هیچا ته د منلو نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي طرحه شریکه کړې او دواړه لوري اوس په  راتلونکو دوو اونیو کې د سولې هوکړې لاسلیک ته انتظار باسي.

طالبانو ویلي چې د موافقې تر لاسلیکېدو پورې (غالباُ د روانې جنورۍ تر پایه) تشدد کموي.

په وروستیو ورځو کې دې ډلې په کابل او نورو ښارونو کې لویه انتحاري او انفجاري حمله نه ده کړې.

3 thoughts on “دانش: که په امارت هوکړه وشي، جګړه به زور واخلي”
  1. عینی واقعیتونه ډیر واضح دی : سوال نه پیداکیژی چه په افغانستان کی د اسلامی جمهوریت نه بغیربل کوم نظام مطرح شی ، دا ځکه چه دیکتاتوری ، فرد محوره ، مورثی ، موقت او یا هم امارتی نظامونه د افغانستان تاریخ ډیر ښه تجربه کړی او ددی نظامونو وخت نور تیر شوی ، یوازی جمهوری نظام هغه هم د اسلامی جمهوریت نظام د افغانستان د عظیم اوبیدار ملت د طرفه قابل د تآیید دی ، کوم نظام چه زعامت یی د ملت اوعام ولس رایه ټاکی نه دبندو دروازو شاته د یوڅو دوکاندارانواو قاچاقبرانو ترمنځ .
    . البته هره کړی چه په افغانستان کی د صلحی او روغی جوړی په پلمه موقت حکومت یا امارتی نظام یا د امارت او جمهوریت یو بی معنی مرکب نظام مطرح کوی هغوی اصلآ د جګړی د تجارت غواړی چه دوام ولری ، ځکه ډیر کلونه یی په دغه حرام تجارت کی د حرامو منابعو نه ډیر ډالر اوروپی تر لاسه کړی ، او عام ملت تر پخوا په دی اوس ډیر ښه پوهیژی .

  2. دانش بی ضمیره، بی وجدانه، خاین، جاسوس پوهیږي چی اسلامي امارت خو ددوۍ چوکۍ او قدرت له منځه وړي ځکه یی په هیڅ صورت منلو ته تیار نه دي، که د الله رضاوه سوله قایمه او اسلامي حکومت منځ ته راشي لنډه غر، زورواکي، غله، جاسوسان او مافیا به ډیر ژر ختمه او آنشاءالله امن به قایم شي، دا اوس خو ددیموکراسۍ له برکته ټول افغانستان او بیا خاص کر پلازمینه ډیره ناامنه ده سره له توپ، طیارو، ټانکونو، افغان اردو، امنیت، پولیس، محلی پولیس او نور ارګانونو، افغانان مسلمان ملت دی او له اسلامه بل هیڅ انسانی حکومتونه، لکه کمونیزم، کپټلیزم، خلق، دیموکراسي او نور نظامونه بی ګټي او بی پایلي دي

  3. زموږ هزاره ورور ښاغلي دانش يو ډير.انسان دوسته افغان دوسته او افغانستان دوسته شخصيت دی ځکه هغه ازاد نا پيلی او باعزته او سرلوړی افغانستان غواړي او ددي لپاره خپله هلي ځلي باسي
    ښاغلي حسين خيله دا ستا او د ښاغلي دانش توپير ده
    ستا د امارت او حکومت کوني خوبونه د کابل سند پنجاب ته رسولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *