تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس وايي، دا ځل به د طالبانو پلاوی له زیات واک سره خبرو ته کښېني.
عمر داوودزي نن چهارشنبه /حوت۱/ د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون غړیو ته د سولې د روان بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل چې تراوسه پورې امریکا او طالبانو پر دوو اصلي او څلور ضمني موضوعاتو خبرې کړي دي.
د ښاغلي داوودزي په وینا په تېرو خبرو کې د طالبانو استازو ډېر صلاحیت نه درلود او له همدې کبله دوی ته موقع ورکړل شوه چې په راتلونکي پړاو کې له زیات واک سره خبرو ته راشي.
ده د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د طالبانو د قطر د دفتر د استازو د خبرو د موضوعاتو په اړه وویل«لومړۍ موضوع دا وه چې طالبانو له امریکا وغوښتل چې د خپلو ځواکونو د ایستلو نېټه وټاکي او په ځواب کې امریکا ورته ویلي، تر څو چې د سولې موافقه شوې نه وي، د ځواکونو پر ایستلو خبرې نه کوي.
امریکا بیا له طالبانو غوښتي چې له حکومت سره دې اوربند او روغه وکړي خو د طالبانو پلاوي ورته ویلي چې په دې برخه کې صلاحیت نه لري، د اوربند په اړه یې هم ویلي چې په دې برخه کې د ژمنې د ورکولو واک نه لري.»
د افغانستان د سولې د دارالانشا رييس وايي چې د فبرورۍ په ۲۵ / حوت ۶/ د امریکا او طالبانو د قطر په خبرو کې به د طالبانو پلاوی د پخوانیو هغو په پرتله زیات واک ولري.
د داوودزي په وینا د افغانستان د حکومت او سیاسي پرګنو فشار امریکا له طالبانو سره خبرو ته راضي کړه خو د سولې په پروسه کې به نهايي پرېکړه د افغانستان حکومت کوي.
داوودزي د سولې په بهیر کې د ښځو د اندېښنو په اړه وویل«د سولې په پروسه کې دا ډول اندېښنې ښه دي چې وي؛ خو تر اندازې زیاته اندېښنه مه لرئ تراوسه پورې د امریکا او طالبانو خبرې دې پړاو ته نه دي رسېدلي.»
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریيس د مسکو غونډې ته په اشارې له طالبانو سره د سیاسي ګوندونو د خبرو په اړه وویل چې ګوندونو ځینې پوښتنې لرلې چې باید ځواب یې موندلی وای نو د دوی خبرې ورته د تایید وړ دي.
په وروستیو کې د افغانستان حکومت په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر سیاسي ګوندونو پر غونډه انتقادونه وکړل.