تاند- د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد عمر داوودزي د سې شنبې په ورځ وویل، د سږ کال په مې میاشت کې په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ حمله له پاکستان سره تړلې وه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ښاغلي داوودزي په نوي ډیلي کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د برید د څېړنو په باب وویل:«افغانستان د تروریستانو په څلور لارې کې دی. د هرې دې دول پېښې په اړه تحقیقات ثابتوي چې رېښه یې د ډیورنډ کرښې پورې خوا ته ده.»

ده همداراز وویل، په داسي حال کې چې امریکا خپلې پیڅې ورټولوي او په راتلونکو څو میاشتو کې وروستي محارب پوځیان باسي، افغانستان به له هند څخه بیا هم د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړي. ټاکل شوې ده چې د هند جګپوړي امنیتي چارواکي روانه میاشت کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«هند زموږ د ښو بدو ورځو دوست دی. په حکومت کې بدلون به د هند او افغانستان پر دوستۍ هیڅ راز اغېز ونه کړي، بلکې د دې پر ځای به مثبت تاثیر وکړي. موږ له هنده په امنیتي برخه کې، د ځواکونو د روزنې او د ځینو وسلو، چې ممکن ورته اړتیا ولرو، د مرستې غوښتنه کړې ده.»

د سږکال په اپریل کې /شاوخوا ۶ میاشتې پخوا/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له هنده د څرخکو او ماشینګڼو په شمول د ۲۳۰ ډوله پوځي وسایلو او وسلو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هیله لري چې هند به د افغانستان هماغه غوښتنه ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *