تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړۍ دورې کاندید محمد داوود سلطانزوۍ نن په یوه غونډه کې د مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
سلطانزوۍ مخکې هم په خپلو څرګندونو کې د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام ټیم ته لېوالتیا ښودلې وه او د اشرف غني احمدزي پروګرامونه یې غوره بللي ول.
په هغه غونډه کې چې په کابل کې نن په همدې مناسبت جوړه شوې وه د اشرف غني احمدزي او داوود سلطانزوۍ ترڅنګ انوارالحق احدي، فیض الله ذکي، سید حامد ګیلاني او د تحول او تداوم د ټیم ګڼ شمېر نورو مشرانو ګډون کړی و.
تر دې مخکې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو ګل اغا شېرزي او زلمي رسول د بل مخکښ کاندید عبد الله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و. د دوی دواړو د انتخاباتي ټیم او کمپاین یو شمېر غړیو بیا د اشرف غني احمدزي ملاتړ څرجګند کړی دی.
همداراز د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید پروفیسر عبدالرب رسول سیاف په یوه تلویزیوني بیان کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم ته لېوالتیا ښودلې ده.
استاد سیاف دعوت تلویزیون ته ویلي چې د جهاد مشران له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره ملګري دي نه له عبدالله عبدالله سره.