محسن داوړ

تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: محسن داوړ او علي وزیر تېر ماښام په سرینا هوټل کې د دوی په ویاړ نیول شوې غونډې ته ویلي، افغانستان ته د دوی راتګ پر پاکستاني پوځ او میډیا غوغا جوړه کړې، خو دوی به خپل کور ته بیا بیا راځي.

محسن داوړ وویل، که پاکستان ته له امرالله صالح سره د ده انځور زور ورکړی وي نو دی به غاړه ورکړي تر څو پاکستان اور واخلي.

محسن داوړ د لوړې په مراسمو کې ترهګرو ته د ولسمشر غني د ټټر خلاصولو ستاینه وکړه او پاکستان ته په اشاره یې زیاته کړه له وروسته چې هر قوت په افغانستان کې خپل یا د خپلو ګوډاګیانو حکومت په زور غواړي نو خپل ټټو دې سیوري ته وتړي.

محسن همداراز وویل، هیڅ مملکت افغانستان او پیښور جوړول نه غواړي بلکې دا کار به موږ او تاسې پخپله کوو.

د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا د میلمنو په ویاړ دغه غونډه کې د هېواد د ملي سوداګرو، مدني فعالانو، لیکوالو، فرهنګیانو او سیاسیونو په ګډون بېلابېلو مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *