تر ارګ لږ ور اخوا، د پوځي روغتون په دهلیزکې، نوکریوال ډاکټر ناري کړي:
ــ سرطبیب صاحب!.هاغه دي راغلل، د موټرو کتار یې په نظام قراول را ننووت.

ولسمشر او ورسره مل کسان ډیر تلوارې ښکاريدل، داسي په بیړه پر عمومې دروازه را ننوتل، ته وا د ژمي په څیله کې، د کوم ځوانیمرګ جنازه، پر اوږو بار هدیري ته وړي. د باډیګاردانو يې غټي غټي توري عینکي په سترګو دي. په اوږده دهلیزه کې پر مخ زغلي.
ور پسي کسان، څوک ږیرور، ځیني بې ږیري دي. د چا چپنه پر اوږو ده. چا بیا نکټایې تړلي. یو دوو کسو، ښایسته لونګۍ وهلي. یونیم پکول والا هم ورسره دي .د اکثرو یوه یا دوي فیروزه یې، غمۍ داري ګوتمۍ په ګوتو دي. په ښي یا کیڼ لاس کې رنګا رنګ تسبیح اړوي.

د روغتون مشر او سرجراح ډاکټر چټک مخي ته ورغلل، یوه ګڼ بستریز اطاق ته يې رهنمایې کړل. هیواد مشر د ټپیانو خوني ته له ننوتو سره سم په لوړ غږ وویل:

ــ قهرمانانو؛ اسلام علیکم. اختر مو نیکمرغه، عید تان مبارک!
د زګیرویو په منځ کې، څو اوکه غږونه واوریدل سول:
ــ تشکر صاحب، ستاسو مبارک.
ولسمشر موسک سو، په کیڼ لاس کې د لرګي تسبیح یې دانه دانه واړولي. ورسره مل کسانو هم د عادت له مخي شونډي سره کښ کړي. په لومړي، دویم، دریم اوڅلورم چپرکټ کې پراته ټپیان بیهوښه وو، پر پزو او خولو یې د اکسیجن ماسکونه پراته وو. ترڅنک یې د وسپني پر پایه د سیروم کڅوړي راځړیدي. په دیوال را ځوړندو منیتورونو(سکرینونو)کې یې د زړه د ګراف منکسري کرښي، کښته پورته ځغلیدي.

څو قدمه وړاندي ولاړ. د پنځم نمبر وسپنيز کټ خواته ورغی. د یوه ځوانکې سرته، چې ښی لاس یې په څنګل او غبرګ لینګي يې په ځنګنو کې پرې سوي وو ودرید. ځوان له درده کړیده، د چپرکټ د سیمونو کږکی سو، سر یې په ډېر مشکل له بالښته لږ را پورته کړ، ولسمشر د مهربانۍ په دود ور ټیټ سو، لاس یې تر سر ورلاندي کړ، ښی غامبور یې پر تندي ورکيښود. د تلویزیون کامري ته ځیر سو. غا ښونه یې د عکاسي د کامري فلش ته وځلیدل، بیرته جګه ملا ودرید، ویې ویل:

ــ بچیه! موږ ټول پر تاسو ویاړو، په درد مو پوهیږم، دوښمن ظالم دی، دقدرت په غرض په پردۍ پیسه او وسله راسره جنګیږي، موږ سوله غواړو. هغوی جګړه…
ورسره مل کسانو یو په بل پسي د تأیيد په مانا سرونه وښورول.
ــ صیب، مهربانه یاست، مننه چې زموږ بیچاره ګانو احوال اخلئ.
ــ دا زموږ مسولیت دی بچیه؛ تاسو انتخاب کړی یو. ستاسو د ځانتیریدني په ترڅ کې زه، زما معاونین صاحبان، وزیرصاحبان، وکیلان صاحبان او ټول دولتي مسولین دشپي آرام خوب کوو… څه خدمت درته کولای شم ؟
ځوانکي خپله زیړ بخونه سونډه تر غاښ لاندي کړه، پرمخ يې اوښکي را ماتي سوي، بې اختیاره سلګیو پسي واخیست، تر لږ ځنډ وروسته یې له زګیروي سره وویل:
ــ صیب؛ کوم درد مې، ړومبی درته ووایم. پلار مې کلونه مخکې جګړي وخوړ. کونډه مور مې ناروغه ده. یوه خورکۍ هم لرم. پرون راغلي وو، ویل یې: « یوه هفته مخکې دکور خاوند، له کوره په مخه کړو. له مجبورۍ یوې خیریه موسيسي ته ورغلو.خیردي یوسي، یوه کوچنۍ پلاستیکي خیمه، یوه بوجۍ اوړه، یوڅه وریجي او لږ غوړي یې خیرات راکړه. د لرګیو اخیستلو روپۍ نه لرو، د ډوډۍ پخولو لپاره د کوڅو په ډیرانو کې خځلي را ټولوو.»

یوه بل ټپي غږ کړه: ریس صاحب؛ زموږ هم دغسي حال دی، میاستي تیري سوي، په یوه، بله بهانه معاشونه، نه اجرا کیږي. سخت ظلم راسره کیږي. د پوښتني مو څوک نه سته.
د دولت رٔیس کیڼي خواته مخ واړاوه، یوه هډور سړي ته یې سترګي برګي کړي، ویې ویل:

ــ وزیر صاحب؛ دا څه اورم؟ د وطن د ساتونکو تنخوا کوم ظالم په نس منډي؟ په څلورویشت ساعته کې مکمل راپور غواړم!
وزیر تیارسۍ ودرید، ویې ویل: په سترګو صاحب، اقدام عاجل به وشي.
‎بیرته یې ځوانکي ته مخ را واړاوه، زیاته یې کړه:

ــ بچیه! مه خپه کیږه. معاش به دي اجراسي، نور څه ویل هم لرې؟
ــ صاحب؛ څه درته ووایم. که دا سړي خوره جګړه ختمه نه کړئ، نوري میندي به هم بورې سي. خویندي به را کونډي کړي. د وطن دمور لویه لمن به ریښکۍ ریښکۍ سي. په زورکلي نه کیږي. دا پردۍ جګړه ودروئ. پر افغانانو زړه وسوځوئ. د خدای روی ته وګورئ، یوه روغه سره وکړئ.!

مخکې تر دې چې ولسمشر څه ووایې، د حیاتي علایمو د منیتور الارم وچوڼیده ، نرسي په وارخطایې ناره کړه:

ــ ډاکتر صیب؛ د لسم کټ د مریض زړه ودرید.
سرجراح او نورو ډاکټرانو بې اختیاره ور منډي کړي.

ستاکهلم ۱۷/۷/۲۰۱۵

One thought on “دا څه اورم!/ حقانیار”
  1. حقانيار صاحب ، ښه كيسه مو ليكلي ده. او زمو ږ د ټولني دبيشميره دردونو أورنځونو، يوه برخه مو په لو ړه هنري بڼه پكي را نغښتي ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *