تاند، د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د دایکندي د والي ویانده سکینه احساني وايي، پیښه د خدیر ولسوالس قوناغک کلي په وطمه سیمه کې د فلاینګ کوچ موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
د اغلې احساني په خبره پېښه کې ۴ ښځې او یو ماشوم وژل شوی خو د شلو ټپیانو له منځه هم د دوه کسانو وضعیت ښه نه دی: (( موټر کې ۲۵ ښځې، نارینه او ماشومان سپاره وو، د بامیانو له بند امیر څخه راستنېدل چې موټر یې چپه شوی دی.))
دا په دایکندي کې له یوې اوونۍ راهیسې دویمه ترافیکي پېښه ده، د سه شنبې په ورځ هم قوله قدیر کې د ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۴ نور ټپيان شوي وو.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۴ زره ټرافیکي پېښې شوې دي چې له کبله یې ۳۲۲ کسان مړه او ۲ زره نور ټپیان شوي دي.