تاند- د اوپن هایمر بلو (Oppenheimer Blue) په نوم شین بخون الماس روانه اوونۍ د سویس په جینیوا کې د کریستي د لیلامونو په مرکز کې په ۵۷ ملیونه او ۶ لکه ډالره وپلورل شو.
دا د نړۍ تر ټولو ګران بیه الماس دی چې تر اوسه په یوه لیلام کې پلورل کېږي.
د دغه مستطیل ډوله الماس وزن ۱۴ اعشاریه ۶۲ کرېټه دی.
دا الماس پخوا د سر فلیپ اوپن هایمر و. نوموړي په لندن کې د الماسو سوداګري کوله.
د دغه الماس بیه د ۳۸ ملیونو او ۴۵ ملیون ډالرو ترمنځ اټکل شوې وه.
تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دا الماس اصلاً له کوم ځایه ترلاسه شوی و.