ژباړه –
ډېر خلک دي چې تر اوسه پردې نه پوهیږي چې « پرنفس باور» یعنې څه، همدا لامل دی چې دوي پر خپل نفس باور نه لري، دوي فکر کوي چې پرنفس باور پر هغوو بریاو اېمان او باور لرلو ته ویل کیږي چې د خپلو کارونو په وسیله یې تر لاسه کوي. خو په حقیقت پر نفس باور بل څه دی.
د «نفس عزت» د انسان د وجود د انرژۍ او قوت منبع ده چې په «پرنفس باور» یې یوه برخه ده. پر نفس باور یعنې ځان قوي او غښتلی احساسول یا په بل عبارت پر نفس باور یعنې خپلې وړتیاوې پېژندل او هغه د محدودیتونو له دایرې نه خارجولو ته ویل کیږي.
پر نفس باور داسې شی نه دی چې څوک یې درنه واخلي هر انسان چې یو څه په خپل وجود کې خلق کړي نور یې ترې نشي اخیستلای. پر نفس باور مو له ځان سره یو تعهد یا تړون دی چې له مخې یې هر څه چې لازم وي تر سره کوی یې او په وسیله یې خپلو موخو او هیلو ته ځان رسوی. پر نفس باور دا نه دی چې ونه وېریږي یا ماتې ونه خورئ بلکې له وېرې او ماتې سره سره بیا هم د خپل پرمختګ لپاره په جرئت ګامونه پورته کوي.
اروا پوهانو دلته د هغو کسانو لپاره چې په نفس باور نه لري ځینې لارې په ګوته کړې چې په عملي کولو سره یې د باور د زیاتېدو سبب کیږي.
۱: اجتماعي شئ
که غواړئ چې په نفس مو باور زیات شي لومړی باید اجتماعئ شئ، هڅه وکړئ چې په ټولنه کې مطرح شئ هغه خلک چې شهرت لري ورسره اړیکې پیدا کړئ او ورسره لیدنې او خبرې وکړئ.
۲: ځان رهبري کړئ
هڅه وکړئ چې د ځان تر ټولو غوره رهبر و اوسئ که ځان ښه رهبرئ کړئ نور هم رهبري کولای شئ، رهبري مو په نفس د باور د زیاتېدو سبب کیږي هڅه وکړئ چې د ځان او خپلو چارو رهبري په لاس کې واخلئ تر څو پر نفس مو باور ډېر شي.
۳: د خپلې خوښې وړ کار وکړئ
هېڅکله د هغه کار پر لور ګام مه پورته کوئ چې مینه ورسره نه لرئ هغه کار یا هغه دنده مو د ځان لپاره پیدا کړئ چې مینه ورسره لرئ، نو که غواړئ چې پر نفس مو باور زیات شي ځان ته د خپلې خوښې دنده پیدا کړئ.
۴: معلومات مو زیات کړئ
د مطالعې لپاره منظم پلان جوړ کړئ، په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مطالعه وکړئ، څومره مو چې معلومات ډېریږي هومره مو پر نفس باور زیاتیږي.
۵: نورو ته درس ورکړئ
تدریس کول یو ډول تمرین دی چې د جرئت او پرنفس د باور د زیاتېدو سبب مو کیږي، نو د امکان په صورت کې هڅه وکړئ کوم معلومات چې له لرئ له نورو سره یې شریک کړئ.
۶: خلک دې خبرې کوئ تاسو کار
د ځینو کسانو عادت وي چې یوازې تشې خبرې او نیوکې کوي، دوی هڅه کوئ چې تاسو تر تاثیر لاندې راولي او له خپلې پریکړې نه مو په شا کړي، په یاد ولرئ کله چې د خلکو د نیوکو تر تاثیر لاندې راغلئ نو پر نفس باور مو له لاسه ورکوئ.
۷: ځان تر نورو کم مه ګڼئ
کوم خلک چې ستاسو په نظر پیاوړي دي تاسو تر هغو څو برابره پیاوړي یاست، ځان تر نورو کم ګڼل مو ناهیلي کوي هڅه وکړئ چې ځان تر نورو غښتلی احساس کړئ.