افغانستان او ایران هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې ازل یو د بل په څنګ کې خلق کړي او ډېر دیني، تاریخي او ګډ فرهنګي ویاړونه لري.
کېدای شي چې د تاریخ په بهیر کې یو یا بل اړخ هڅه کړې وي چې بل لوري ته زیان ورسوي؛ خو په تېره یوه پېړۍ کې افغانستان تل هڅه کړی چې د ایران له پاره یو ښه ګاونډي واوسي او په کورنیو چارو کې یې لاس ونه وهي؛ خو ها بل بیا داسې نه دی، هر وخت غواړي چې خپل ګاونډی افغانستان ته خوږ ګوته ونیسي. د افغانستان خلک نه غواړي چې هغه ګیله پټه کړي چې د خپل هېواد په کورنیو چارو کې یې د ایران د تېرو څلورو لسیزو پټو او ښکاره لاسوهنو څخه لري.
ایران په تېرو څلورو لسیزو کې هر کله د افغانستان د جګړې یو اړخ پاته شوی او هڅه یې کړه چې د آباد، آزاد، خپلواک، پرمختللي او یو موټي افغانستان د جوړېدو مخه ونیسي او له همدې امله یې هر وخت یا د بهرني یرغل مرسته کړی او یا یې په کورنیو جګړو کې یو یا څو اړخونو ته پیسې، وسلې او وسیلي برابرې کړي او د افغانستان په ورانولو او ویجاړولو کې بربنډه برخه اخستی!
ایران له دې خبرو څخه انکار کولای نه شي چې د افغانستان اته ګونې شیعه تنظیمونه ټول په ایران کې جوړ شوي، ایران به دا مني چې د افغانستان د حکومت ضد ټول شیعه مشران هملته په رهبرانو بدل شول، ایران به دا مني چې یو وخت د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هلته پاته شوی، ایران به دا مني چې له امریکا سره یې هوکړه کړی وه چې د طالبانو اسلامي امارت وځپي، ایران به دا مني چې د طالبانو مشر ملا منصور هغه وخت په بلوچستان کې ووژل شو چې له ایران څخه بېرته ستون شوی و، ایران به دا مني چې طالبانو ته وسیلې، پیسې او وسیلې ورکوي چې د امریکایانو په ضد وجنګېږي، ایران به دا څرګند حقیقت مني چې څو ځلې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او حتی غزني او ننګرهار کې ایراني وسلې نیول شوي، ایران به دا مني چې په افغانستان قوي دښمن پاروي، ایران به دا مني چې د افغانستان تشیع، محرم د عبادت له پاره نه؛ بلکې د قم په لارښوونه د زور ښودنې له پاره لمانځي، ایران به دا مني چې په افغانستان یې فرهنګي یرغل کړی، ایران به دا مني چې خپلې اوبه خپلې بولي؛ خو د افغانستان اوبه هم خپلې بولي او لنډه دا چې ایران غواړي چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو، شخصیتونو، په اصطلاح مدني ټولنې، مدارسو، تکایاوو، مرستندویه مراکزو، علماوو او پټو او ښکاره جواسیسو له لارې په افغانستان برلاسی وي او د خپل اسلامي انقلاب د صدور له لارې، خپل اوږدمهاله استراتیژیکي پلانونه عملي کاندي.
چې خبره لنډه کړو د ایران ولسمشر ښاغلی روحاني، چې تر ډېره یو منځلاری، دموکرات، اصلاح غوښتونکی او هوښیار ولسمشر پېژندل کېږي، په دې اونۍ کې په تهران کې په یوه غونډه کې وویل چې تهران، د افغانستان په لويديځ کې د اوبو د بندونو جوړولو هېرولی او حکومت به یې په هرات، فراه او نیمروز کې د بندونو د جوړولو په برخه کې بی توپیره پاته نه شي!!
داسې ښکاري چې دا به د ښاغلي روحاني په ولسمشری کې، د ده هغه خبرې وي چې سیاسي عقلانیت پکې نشته، لانجې زېږوي او سمې نه دي سنجول شوی!
په هر صورت ګران لوستونکي په دې ښه پوهېږي چې پاکستان او ایران ولې دا څلوېښت کاله افغانستان ورانوي؟
دوی دلته غوښتنې لري، دوی اوبو، معادنو او شتمنیو ته په تمه دي. که یې مخه ونه نیسو دوی ځانونو ته حتی دا حق ورکوي چې موږ ته تګلارې او زعامتونه وټاکي!!
اصلي خبره په دې ده کله چې د ایران ډېر منځلارې ولسمشر داسې پراختیا غوښتونکی فکر لري، قم او سپاه او بسیج خو د ټول افغانستان د خوړلو اراده لري!
له همدې امله په زغرده ویلای شو چې دا ایران دی چې په تیرو لسو کلونو کې، د سلما بند ځوان افغان مدافعین وژلي!
هېڅ رښتینې افغان د خپل وطن د آبادی مخالف نه دی؛ خو دا د ګاونډیو هېوادوالو استخبارات دي چې زموږ هېواد د خپلو اجنټانو په لاس ورانوي او خپلې اوږدمهاله موخې په پام کې ساتي!
ایران په هرات، فراه، نیمروز او هلمند کې د اوبو د بندونو، کانالونو او ویالو مخالف دی او د افغانستان خلک او دولت باید دې ټکې ته ډېر پام وساتي!