بختاني صیب خو په ﺉ ۍ کې شد وغورځاوه.( شد غورځول مانا په لوی لاس له یوې لیکنې یو توری لرې کول، یا یوه خبره تحریفول). لکیاوره ۍ یې لرې کړه بیا خدای بښلي مولوي عبدالوکیل صداقت، بل شد هم ورکې وغورځاوه.د ځـ او ز فرق یې هم ورک کړ. د مولینا په عقیده دغه دواړه توري په تلفظ کې دومره سره نېژدې دي چې که ځ ورکه شي نو هم به یې تلفظ آسان شي، هم به د کمپیوټر کیبورډ ته یو توری وسپمېږي، هم به یې د نورو ژبو خلک چې عربي الفبا کاروي ولوستی شي. ده خدای بښلي به ځان زان لیکه، ځوان زوان، ځوز زوز . د پښتو ټولنې دا کلیه یې نه منله چې که فارسي کې ج وي، پښتو کې ځ کېږي. ویل یې چې که ز او ځ سره ګډ شی یو بل بې ضرورته توری به هم کم شي. مولوی صیب به ویل د پښتو ملا همدغو بې ضرورته تورو ماته کړې ده.
چې نور یاران په کې څه وايي؟
06.02.2013
استاده سترګې مو روښانه چې له ډېر وخت وروسته راښکاره شوئ. ښه نظر دی.څومر چې توري راکمېږي هومره ورسره ژبه اسانېږي. ځ، ز، ض، ظ، ذ سره بېخي نژدې دي او مونږ یې له کاره اېستي یو.