د نوي کال په لومړي ورځ، چې د افغانستان خلکو او د نوروز د فرهنګي جغرافیا ولسونو ته ډېره نیکمرغه او بختوره ورځ بلل کېږي، د افغانستان د خلکو تاریخي دښمنانو، کابل پوهنتون ته نژدې او سخي زیارت ته څېرمه، شل دېرش داسې تنکي ځوانانپه وینو کې ولمبول او په لسګونو نور ټپیان کړل چې (د نړۍ په څلورم خپه هېواد) کې، مېلې ته راوتلي وو!
له دې خونړۍ پیښې څلور ورځې وروسته، بیا هم همدې خبیثه اروا، په لشکرګاه کې په ستر جنایت لاس پورې او د غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي په خوله کې، هغه هلمندي ځوانان په وینو کې لیت پیت کړل چې د یوې سپورتي مسابقې له لېدلو وروسته، خپلو کورونو ته روان وو!
دا غمجنې پېښې په ډاګه وايي چې د افغانستان دښمنان، په هره هغه وسیله چې ممکنه وي، زموږ د خلکو د خوشالې، پرمختګ او غوړېدا هره کمکې ډېوه په غشو ولي او غواړي چې افغانستان د تل له پاره یو وروسته پاتې، ځپل شوی، وران، ویجاړ او خپه هېواد وي چې هیڅکله بیا په خپلو پښو ونه دري او د دوي د استراتیژیکي، اقتصادي او امنیتي موخو په وړاندې د (نه) ویلو وس، اراده، ځواک، یووالی او پیاوړتیا و نه لري!
له بده مرغه چې د افغانستان د ماتولو له پاره زموږ تاریخي دښمن نقشه هومره پراخه ده چې پولې نه لري او هر څه د دوي په استراتیژیکو اهدافو کې راځي. له ولسمشر، ولسمشري ماڼۍ، ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په شان ملي بنسټونو څخه نیولی، بیا تر هر بل ملي کادر او د ودانۍ او پرمختګ تر سمبولونو لکه ښوونځی، کتاب، قلم، ښوونکی، برېښنا، تلفون، د خلکو خوشالي او امید پوری، ټول هغه شیان دي چې دښمن یې وژلو، ورانولو، سیزلو او ړنګولو پریکړه کړې او دا څلوېښت کاله کېږي چې همدې موخو ته د رسېدو له پاره، ګوډاګیان روزي او د افغانستان په ضد په نااعلان شوی جګړه بوخت دي!
په کابل کې د نوروز د میلې په ځوانانو، یرغل په حقیقت کې د افغانستان په یوه پرتمین عنعنوي جشن یرغل دی چې دا څو زره کاله د خلکو په زړونو کې ځای لري او د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري. همدا شان په لشکرګاه کې په هغه ځوانانو برید، چې د یوې ورزشي سیالئ له لیدو وروسته، خوشاله خپلو کورونو ته روان وو، د افغانستان د خلکو په ښادیو، خوشالیو او پرمختګونو برید دی چې باید مخه یې ونیول شي!
په داسې حساسو شیبو کې د افغانستان د ټولو خلکو دنده جوړېږي چې د سترو ملي مصالحو له پاره، د یو واحد صنف په شانې د دولت او هغه ځواکونو شا ته ودري چې د افغانستان سیاسي خپلواکي، ځمکنې بشپړتیا، ملي واکمني، اقتصادي پرمختګ، ملي یووالي، وروري، ټولنیز عدالت، عامه هوساینه او پراخه نیکمرغي غواړي او د هغه جګړې په ضد د کابل او هلمند د پرلتونو ننګه او مرسته وکړي چې زیان یې افغانستان او افغانانو ته رسي؛ خو ګټې پکې د نورو دي!
د افغانستان خلکو ته ښایي چې له څلوېښت کاله جګړې او غفلت وروسته، پاڅي او د ملي یووالي د جنډې لاندې، د هېواد د ژغورنې، سولې، روغې، جوړې او تفاهم له پاره رغنده ګامونه اوچت کړي؛ ځکه اوس ټول په دې پوه شوي چې د دې جګړې ګټه نورو ته ځي، زموږ تاریخي دښمنان په خړو اوبو کې کبان نیسي، موږ پخپلو کې سره جنګوي؛ خو زموږ د وینو په بیه تجارت کوي!!
دا بدمرغه جګړه باید پای ته ورسي!