تاند: په دې وروستيو كې يوې اروپايي ټرانسپورټي ادارې ((فران هوفر انسټيټيوټ فار ټريفك  اينډ انفراسټركچر سېسټمز)) د مسافرو لپاره داسې اوږد بس موټر جوړ كړى چې په ليدلو يې ناڅاپه سړي ته اورګاډى ور په يادېږي.

دا تر ټولو اوږد بس موټر ((اټو ټرم)) نومول شوى او په يو وخت ۲۵۶ مسافر ځايولى شي، څلور انجن ماشينونه او ۳۱ متره اوږوالى لري، اټو ټرام بس د نړۍ په تر ټولو پرمختلليو  وسايلو سمبال داسې بس موټر دى چې ويل كېږي تر ډېره به يې سيال موټر پيدا نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *