له هرچا سره، چي کښېنې او مجلس شروع سي، نو دا يوه خبره به  خامخا درته يو يا څو ځله تکرار کړي: ( اوس وخت خراب دى، په خوا ښه وختونه وو.

د پخوا خلک، د پخوا همسايګان او د په خوا ژوند نه پيدا کيږي. )

په رښتيا هم که تخنيک او پوهه دومره پرمختللې نه وه ليکن بياهم پخواني ښه وختونه وو، هلته د مشر او کشر د خبرو او درناوي ځاى معلوم و، د پوه او ناپوه د خبرو اندازه او د ناستي ولاړي لاري چاري بېلي وې.

په کلي کي به ګاونډيان يو تربل جارېدل، که به په کوم کور کي څه ستونزه وه، نو ټولو ګاونډيانو او ان ليري کليوالو به هم د ستونزي په حل کي خپل اخلاص نه سپموى.

د چا مځکه لاندي کول، د اقتصاد له مخي کمزورى ګاونډىان ځورول ياهم د هغوى د کورنۍ غړو ته په سپکه کتل شرم ګڼل کېدى او د اشرم ته هيڅ برېتور زړه نه ښه کاوه.

اوسنيو حالاتو ته، چي انسان سم پام وکړي ، نو د خلکو خبري ترډېره پرځاى دي، اوس ګاونډى د بل ګاونډي کورته اور اچوي او ځان ته يوساعتيرى جوړوي، ترڅو يو ګړى ځان په د ګاونډي په ځورولو بوخت وساتي.

داسپين سترګي يوازي تر ځينو کليو او ښاري کوڅو ور هاخواته د هيوادونو  ترکچي رسېدلې  او ورځ تربلي زموږ تش په نامه ګاونډيان خپلي سرحدې پوستې زموږ پاکي خاوري ته راننباسي او په دې ډول غواړي،  د خپل زوړ عادت له مخي زموږ د پاکي خاوري ځيني سرحدې برخي تر خپلې خيټي لاندي کړي.

سره روسان په الهي نصرت افغانانو په ګونډو کړه، خو په ګټه کي يې زموږ په اوسني شمالي اړخ کي پرتو هيوادونو ته د ازادۍ ستر نعمت په برخه او  اوس د دوى لخوا هم ځينو نامردانو  سرحدې پوستې زموږ خاوري ته را اړولي او په وچه سپين سترګي د افغانانو د ښېګڼي بدل په نامردۍ ورکوي.

همدا ډول په دې وروستيو کي د پاکستان هيواد د کندهار د معروف په ولسوالي کي نه يوازي سرحدي پوستې را څکولي، بلکي زموږ په خاوره کي يې د خپلو امنيتي سرحدي پوستو لپاره د تعميراتو کارونه هم راپيل کړي دي.

د ګاونډيانو د يادو ناځوانيو په اړه  سيمه ييزه  افغان مسؤلينو خپل ږغ پورته کړى، ليکن په لوړه کچه لا تر دې ګړيه چا څه نه دي ويلي.

که د تاريخ پاڼي واړول سي، نو دا خبره پکښي له ورايه معلوميږي، چي افغانان د زغم او امن خلک دي ، خو د دين، خاوري او ناموس په وړاندي يې يو ګړى هم صبر نه دى کړى او ژر يې د خبرو پرځاى ټوپک او توري ته لاس غزولى دى، ځکه افغانانو ته د نورو ملي نواميسو ترڅنګ (دين، ناموس او خاوره) يوه مانا لري او په دې لار کي زغم ته د ګناه په سترګه ګوري.

د دې لپاره، چي له ګاونډيانو سره مو اړيکي نوري ترينګلي نه سي، نو په کار ده، چي دلته راغلي نړيوال سوله ساتي(!) ملګري ملتونه او خپله ګاونډيان په دې اړه په رښتيا لاس په کار سي.

موږ له خپلو ګاونډيانو سره د ګاونډيتوب ترڅنګ اوږدې مذهبي او کلتوري  اړېکي هم لرو، دوى ته په کا رده، چي تر هرڅه لومړى د مذهبي اړيکو په رڼا کي د کلکو کلتوري اړيکو پر بنسټ د ښه ګاونډيتوب او بين المدول اصولو ته درناوى وکړي ،کنې په جګړييز ډګر کي افغانان تر هرچا ګاونډيانو ته ښه معلوم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *