غازي امان الله خان

دا خاؤره د ګندهارا ځانګو ، د امن کور ، دا خلک د جنګ خوراک ـــــــــ دا خاوره د فطرت په رنګونو او خوندونو ښایسته ، دا خلک بې رنګه ، بې خونده ، نه ساز لري نه سوز ، نه هنر شته ، نه اتڼ ــــــــ دا خاؤره د لعلونو خزانه ، دا خلک نه مال لري نه دانې ، نه نن لري او نه سبا ، په کورهم مسافر ، بهر هم مسافر … دده نه ګیرچاپیره قامونه بدل شو ، د ژوند لارې بدلې شوې ، خو دې بدل نه شو … دده قسمت بدل نه شو.

جمود نور څه ته وايي؟ زوال څه ته وايي؟

داد شلمې پیړۍ د وړومبۍ نیمایۍ خبره ده . ددې خاورې یو باچا وو چې دا خلک يي په تیارو کې نه وو خوښ. د هغه نوم امان الله خان وو ، غازي امان الله خان. هغه د جنګ او ډپلومیسۍ دواړو میدانونو سپه سالار وو، هغه په اولس باچا نه وو ، د اولس باچا وو. د هغه په باچایۍ کې افغانستان د یلغرګرو د جنګ میدان نه وو، ، سوالګرې نه وو، ؛بفر سټیټ؛ نه وو، افغانستان خپلواکه وو، آزاد وو او د خپل تقدیر خپله مالک وو.

هغه په افغانستان د تورې او ټوپک په ځاي د کتاب او قلم باچايي غوښته، هغه دغه خورو ورو قبیلو له د نوي ژوند یو دستور ورکړې وو، هغه ویل چې ښځه انسان دی، حقونه لري، عزت لري ، حرمت لري، ښځه نوکره نه ده ، ښځه د کور شریکه مالکه ده ، ښځه د نوي نسل مور او لارښوده ده، ملګرې ده، مینه ده، ښایست دی، سپکه نه ده، بې ننګه نه ده، بې الهامه نه ده.

د هغه افغانستان په علم او شعور ولاړ وو ، د هغه افغانستان د وهمونو جاله نه وه، د هغه افغانستان ؛کوسموپولیټن؛ وو ، د نړۍ د پرمخ تللي هیوادونو سره څنګ په څنګ د تلو جوګه وو، د هغه افغانستان په رنګونو ښایسته وو ، په لوږو تور او په وینو سور نه وو.

خود هغه افغانستان د چا خوښ نه وو، د هغه په افغانستان کې د جهالت خیر نه وو ، د هغه افغانستان د یرغلګرو د لارې دیوال وو نو ځکه نړول يي اړین وو.

د کال نورلس سوه اته ویشتم خبره ده ، باچا اروپا ته ځي ، ملکه ثریا ورسره هم ملګرې ده، په اروپايي پلازمینو کې يي تود هر کلې کیږي ، د باچایانو او ریاستونو د مشرانو سره ګوري، په وچت سر د خپلې خاؤرې استاذیتوب کوي او د خپل اولس لپاره د پرمختیا نوې لارې او نوې فکرونه ګوري.

خو هغه چې د کومې خاؤرې د ننګ خبره کوي ، په هغه خاؤره څو ملان په هغه د کفر او بې ننګۍ تورونه پورې کوي ، بغاوتونه راوچتیږي ، او د غلو د یو لښکر د مشر ؛باچا سقاؤ؛ په مشرۍ اولس د خپل باچا پر ضد راپاسي او د افغانستان پر ضد راپاسي. د غلو باچا د افغانستان باچا کیږي او د اولس باچا له خپلې خاورې په تیخته مجبوره کیږي.

نوې باچا تر ټولو وړومبې کار دا کوي چې له ؛ارګه؛ ټول ګلونه ریبي او سبزیانې پرې کري ، د جینکو ښونځي تړي، د پرمختیا ټولې منصوبې رانغاړي او د اسلام د خدمتګار په شکل کې په دغه خاوره د نفرت ، تنګ نظرۍ او وهمونو تخم کري.

دا خاؤره هم لکه چې د کربلا خاؤره ده!

5 thoughts on “دا خاوره او دا خلک؟ / شاهین بونیری”
  1. ښکلې او په زړه پورې لیکنه ده. ښایي چې له باچا سقاو نه د لیکوال هدف د پاړسو کلمه بچه سقاو وي. کاش چې زمونږ خلک دومره پوهېدای چې حقیقت څه ډول وي، د یوه کم عقل ملا خبرې ته غوږ نیسي خو د پوهانو نه.

  2. دلته په کور دننه دغه خبره ډیره مشهوره ده چی کوم وخت د سقاو زوی (حبیب الله چی ځانله یی خادم دین رسول الله ویل ) په کابل کی په تخت کیناست اوشپه یی تیره کړه په هماغه سهار یی چی له خوبه سترګی رڼی کړی نو په ارګ کی له کړکۍ نه یی د باندی وکتل که ګوری چی کراره کراری ده او هیڅ شور او زوږ نشته نو یی په زوره وویل دا څه حال دۍ؟ هیڅ شور نشته،قربان تر شمالی شم چی په شنه سهار به د خرو هنګ او هونګ وو! .اوبله عجیبه دغه ده چی د سقاو دزوی فرمان او د طالبانو کړنی کټ مټ سره ورته دی، په دی کی خو د شک ځای نشته د سقاو د زوی واک ته راوستل د انګریز پلان وو تاریخونه ورباندی ګواه او ډک دی، مګر دغه د طالبانو د پروګرام ورته والۍ له بچه سقاو سره ددی خبری سپیناوۍ کوی چی دوی هم دانګریز نخچه ده چی د امریکی او سعودی عرب لخوایی مالی ملاتړوشو او د پاکستان لخوا یی اجرایی ملاتړ کیږی.

  3. سلام!
    خورا په زړه پورې لیکنه ده. د افغانانو د ملی قاعد او ستر غازی امان الله خان روح دې ښاده وي. د خپل ستر قاعد د روح د لا خوشالۍ په موخه افغانان باید پوهې ته مخه کړې له جنګه لاس په سر شي یو بل ته د یوالې لاس ورکي او خپل وران ویجاړ هیواد له سیالانو سره سیال کړي.
    په درنښت ماري لقماني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *