زه نه پوهېږم، چې خپلې خبرې، له کوم ځای څخه  پيل کړم ؟ هسي نه، چې ملګري او دوستان را څخه خفه شې.

خو څه وکړم، په نه ويلو يې هم  ورځ تر بلې ځورېږم  او ويلي کېږم؛ توکل پرخدای .

د پوهنتون د ويلو مي له هغه وخته هيله او ارزو لرله، له کله چې مي د ښوونځي پر دروازه قدم کېښود او هيله مي په دې خاطر نوره هم ډېره شوه، چې د کورنۍ او په ځانګړې توګه  مور او پلار( الله تعالی دی د دوی دواړو سيوری زما له سره نه کښته کوي) به تل را ته ويل، چې ته بايد يوازې د خپل کور او کورنۍ د خدمت فکر ونه لرې، بلکې د خپلې ټولنې او خپل هېواد د خدمت فکر در سره وي.

 د دغسي هيلو د پوره کولو لپاره ما فکر کاوو، چې لوړې زده کړې او پوهنتون دی، چې سړي ته يو ښه فکر ورکوي او د سړي فکر او نظر پراخوي او د پوهنتون ويل را ته په همدې خاطر هم  خورا اړين او ضروري بريښودل، چې د ښه نظر او فکر د لرلو ترڅنګ مهمه ده، چې سړی لوړې زده کړې هم وکړي، تر څو چې رښتيا هم دغسي هيلو ته د عمل جامه ور واغوستل شي. البته دا شي نو ما هدف ګرځولی و، کنه ډېر کسان شته، چې لوړې زده کړي يې نه وې کړې، مګر الله (ج) يې  دخپل ولس او ټولنې د خدمت وياړ  په نصيب کړی وي.

ښوونځی مي خلاص کړ، تقرېباً درې کاله پر ژورنالستيکې  فعاليتونو مصروف شوم؛ خو بيا هم  مور او پلار  به مې دا غوښتنه بيا، بیا تکراروله، چې بايد پوهنتون ووايې، تر څو هغه د چا په خبره يو سړی در څخه جوړ شي.دوی هم په دې فکر وو، چې  يوازې پوهنتون  او لوړې زده کړې دی، چې د سړي فکر پراخوي، يو چاته  د ځان او کور د فکر پر ځای د نړي  او هيواد له خلکو سره د ميني او خدمت کولو لارې چارې ور زده کوي.

بس،  نو  په دې هېله ما هم پوهنتون شروع کړ، تل به دا فکر را سره وو، چې په پوهنتون کې  به ډېر داسي کسانو ووينم، چې له درس ويلو پرته به  دنړۍ او خپل هيواد په باره کې  ډېر هغه څه ورڅخه تر لاسه او زده کړم او ډېر داسي څه به واورم او ووينم  چې تر اوسه پوري مې نه اورېدلې او نه هم ليدلې دي. ما فکر کول او اوس هم په همدې فکر يم، چې پوهنتون هغه ځای دی، د يوه هيواد د خلکو سر نوشت له همدغه ځای څخه ټاکل کيږي، همدغه محصلين دي، چې زموږ د هېود  د لوستو کسانو نوم ورباندې ولاړېږي، همدغه کسان دي، چې په  را تلونکې کې به رئيسان، ولسوالان، واليان، وزيران او حتی رئيس جمهوران کيږي او په رښتيا هم د همدې ملت او خلکو سر نوشت به په را تلونکې کې د دوی په لاس ټاکل کيږي او دوی دي، چې په را تلونکې کې به همدا ملت رهبري کوي او د دې ملت د هوسايې او ارا مي لپاره به شپه او ورځ سوچ، فکر او کار کوي.

خو کله چې پوهنتون ته ولاړم او د پوهنتون  په ويلو مي پيل کړ، د دې پر ځای، چې  زه  داسي کسان ووينم، چې له هغوو سره  د خپل هېواد فکر  او سوچ وي برعکس ډېر داسي کسان  مي وليدل، چې له هغوی سره  دخپل هيوا  فکر خو څه کوې، د خپل  ولايت او خپلې ولسوالۍ غم او حتي د خپل کلي او کورنۍ فکر  او سوچ هم نه وو.

په هغه ځای کې چې زه په يوه ډېره لويه هيله او سره ورغلی وم، داسي څه اورېدل او ليدل، چې زه يې دلته په ويلو او ليکلو شرمېږم؛ په دې ځای يعني پوهنتون کې  د دې پر ځای چې زموږ هېواد نوم  واخلي  تل به يې زموږ ولايتنوم اخيستل . تل به يې دا خبره په خولوکې وه ، چې که  فارغ شو ، نو بايد خپل ولايت  ته کار وکړ، په خپل ولايت کې دنده او وظيفه واخلي او په خپل ولايت کې د پردو کسانو (د نورو  ولايتونو ) دخلکو ( هغه که رئيسان ،اميران اوياهم  مديران او مامورين  ) وي مخه ونيسو . ځکه زموږ ولايت زموږ دی،  دوی دي په خپل ولايت کې دنده واخلي  دوی حق نه لري، چې زموږ په ولايت کې دنده سرته ورسوي او داسی نور…

 په پوهنتون کې مې ډېری داسي کسان هم وليدل، چې په خپل ولايت کې يې هم  د خپلې ولسوالۍ او نور ولسواليو کسان سره جلا کړې وو او د خپلې  او نورو ولسواليو فکر او مفکوره ور سره وه.

بله  لا دا چې  په پوهنتون کې  ډېری کسانو د دې پر ځای، چې د نورو ولاياتو له خلکو سره کښېني او نور خلک خپل اطاق  ته د ملګرو په توګه را ولي اويا  د نور ولاياتو د ځوانانو پر خوی او عادت ځان پوه کړي د خپل ولايت کسان به يې  غوښتل او حتی د نور ولاياتو خلکو ته به يې  د پردي خطاب کول  او ويل به يې، چې د بل ولایت خلک يعني، چې دا خو پردي خلک دي، دا زموږ خپل نه دي.

دوی له پنځلس شپاړس کاله تعليم څخه وروسته هم په همدې فکر و؛ دوی له دومره تعليم او زده کړي سره، سره  هم په دې سر نه و خلاص، چې دا کسان هم  خدای(ج) ، هم رسول(ص) او هم په اصطلاح خپل هېواد او خپلې خاورې  را خپل کړې دي، دا کسان که موږ هر څو پردي و بولو پردي نه دي.

په دغسي حالت کې ماته د دې پوښتنه را پيدا کيږي، چې دې کسانو ته به دا فکر چا ورکړی وي  او چا به دا خپل او پردي ورښودلې وي، چې د خپل ولايت خلک مو خپل دی او د نور و  ولاياتو خلګ پردي دي! دا ډېر د پرېشانۍ او خواشينۍ ځای دی، چې په  اکاډميکو مرکزونو کې داسي حال وي، په داسي مرکزونو کې، چې ما مخکې هم اشاره ورته وکړه، چې د يوه مملکت سرنوشت ورڅخه ټاکل کيږي او هغه کسان چې په را تلونکې کې به د دې هيواد سر برايان وي داسي حال وي، نو بیا خو هغه د سعدي صاحب په خبره، « کفر اګر در کعبه خيزد، کجا ماند مسلمانی» بيا به سړی د يوالي  او اتحاد فکر له چا څخه وکړي؟ چاته به ووايې، چې را ځئ په خپل وطن کې  يوالی او اتفاق راولوو، ځکه چې دغه کسان دي، چې په خپل هېواد او مملکت کې به  يوالی او اتحاد راولي  او دغه کسان دي، چې مور او پلار يې هيله لري، چې ګوندي زوی به يې  د خپل کور پر ځای د خپل هېواد نوم اخلي او د خپل هېواد پر سطحه  څه  دنړۍ پر سطحه به فکر کوي  او نړۍ ته به د خدمت  کولو په فکرکې وي؛ خو  افسوس، چې مور او پلار يې پر دې نه دی خبر، چې دوی د نړۍ او هېواد پرځای  څه چې په خپل ولايت کې کې هم د خپلې ولسوالۍ  او په لسوالۍ کې بيا د خپل کلې او کور په سطحه فکر کوي او په خپل ولايت کې يې هم خپله او نور ولسوالۍ سره وېشلې دی …  که دغسی حالت ته لږ ځير شو او فکر وکړو، نو بايد په زغرده ووايو، چې له موږ سره له ډېره وخته را هسې د وسلوالې جګړې را په دې خوا سخته فکري جګړه هم شوې او لا هم روانه ده، چې موږ يې قرباني شويو يو او ورځ تر بلې يې قرباني کيږو. ځکه چې دغسي مسايلو  ته په کتلو سره موږ هيڅ  يوې بلې نتېجې ته پرته له دې چې ووايو، چې دا د فکري جګړې د اوج ټکی دی، بل هيڅ هم دی رسيږو.د فکري جګړې يادونه وشوه، زه دلته په دې باره کې څه نه وايم، ځکه دا ځانګړی بحث او مبحث دی، مګر دومره يادونه بايد وکړو، چې د فکري جګړې د استعمال افزار، قلم، کتاب، ښوونځی، ښوونکی، جومات، مدرسه پوهنتون، اکاډميک مراکز او داسي نور …  دي او دا  پورته ياد شوي توکي دي، چې د فکري جګړي په سر کې ځای لري، نو ځکه بايد موږ په دې خبره اعتراف وکړو، چې زموږ د ملت پر وړاندې له څو پېړيو را هسي همدا فکره جګړه په يو او بل نامه روانه ده او موږ يې ښکار شوي يوو.

دوستانوو! بده خاطره خو مي لا داوو، چې دمونوګراف د دفاع په ورځ ، چې موږ يې د پوهنځۍ د رئيس او تدريسي  مرستيال سره په اجنډا  مخکې له مخکې  خبرې  کړې وې او اجنډا مو ترتيب کړې وه او دې موافقې ته رسيدلې وو، چې د خپلې پوهنځۍ په سطحه په شپږ انتخاب شوې کسانو کې لومړی بايد زه ( فضل الرحمن ) دخپل مونوګراف څخه دفاع وکړم، خو چې ګور م د دې پر ځای چې زما نوم واخستل شي، ديو بل چا نوم اخيستل کېږي او هغه ور غوښتل کېږ. زه  دا نه وايم ، چې ولې بل څوک  ور وغوښتل شو، او زما نوبت ولې بل چاته ورکړل شو؟ زما ستونزه د مونو ګراف د دفاع اول او اخر نه ده، بلکې  بياهم دا خبره  کوم، چې  دهغه علت پر بنيا ور وغوښتل شو، چې مخکې ذکر شو.( زما هغه ملګری دي نه خفه کېږي  هغه ملګری مي يوډېر پراخ نظره ملګری دی  او زه د زړه له تله ورته احترام لرم!) زه په دې هم باوري يم، چې که چيرته مي هغه ملګري په دې خبر شوی وای، چې په دې فکر ور غوښتل شوی دی، چې بايد خلکو ته دا ښکار شي، چې وګورئ، د پلاني ولايت خلک څومره تکړه او جريت مند دي او دا دی، په ټولو کې زموږ د ولايت زده کړيالانو لومړی دفاع وکړه، نو زه پوره باور لرم، چې هغه به لومړۍ دفاع نه وه قبوله کړې، ځکه ما مخکې هم يادونه وکړه، چې  ور غوښتل شوی کس هغه څوک و، چې په پوهنتون کې يې د دغسې او دې ته ورته مسايلو پر وړاندې مبارزه کوله او زه يقين لرم، چې له دې وروسته به يې هم وکړي.

په هر حال، مونوګرف دفاع شو،  زما نورو ملګرو ته ډيپلومونه او ټرانسکريپونه ترتېب او ورکول کېدل، خو ما چې غوښتنه ورڅخه کوله، د ادارې ځينو کسانو ويل، چې  اداره موږ ته اجازه نه را کوي، چې ستا سو ديپلوم او ټرانسکريپ دي اوس سمدستي در ته ترتيب کړو. البته  غواړم، د دې خبرې يادونه وکړم، چې د مونوګراف د دفاع په ورځ د پوهنځۍ رئيس او نورو کسانو ته د پوهنتون رئيس، زما او زما د دوو نور ملګرو  البته هغه د بلې څانګې فارغين وو،  د يپلوم او ترانسکريپ د ترتيب او ژر تر ژره ورکولو آمر وکړ او دا يې په هغه ورځ ورته وويل،  چې بايد دې کسانو  ته ديپلوم او ټرانسکريپ ژر تر ژره  ورکړئ، ځکه چې  موږ درې استادانو ته ضرورت لرو، دا چې دا کسان وړتيا لري او وړکسان دي، نو ښه خبره دا ده، چې په ازموينه کې دوی هم ګډون وکړي او که د خدای خوښه وه دلته د استادانو په حيث را شي. خو دا چې د پوهنتون رئيس د ناروغۍ له امله په هغو شپو ورځو کې د خپلې ناروغۍ د تداوي په خاطر د هند هيواد  ته  ولاړ او زموږ ديپلومونه او ټرانسکريپونه هم په لوی لاس په داسي حال کې وځنډول شول، چې زما نورو ملګرو ته چې له رئيس را کښته کسان ور سره په همدې فکر موافق و،  چې دلته  بايد دخپل ولايت خلک د استادانو په توګه را شي، نه د بل ولايت خلک ور کړل شول.

زما د دې خبرې په ځواب کې ، چې دا کسان چې تاسو اوس ډېپلومونه او ټرانسکريپونه ورکوي زما د ټولګۍ ملګرې دي ، نو دا څنګه، چې دې کسانو ته، د ورکولو اجازه  شته او ورکول کېږي او موږ ته بیا اجازه نشته ؟!

د ديپلوم او ټرانسکريپ د ترتيبولو لپاره موظف کسانو ويل: «موږ ستا هغې هم در ته ترتيبوو، خو دا چې رئيس نشته، نو د پوهنتون د معاون صاحب څخه موږ ته آمر را وړئ، چې موږ يې در ته ترتيب او در کړو». موږ چې له معاون صاحب سره خبرې وکړې، نو هغه ويل، چې تاسو ته يې د فراغت د مراسيمو په ورځ در کوو اوس يې نه شو در کولای. له څو، څو ځله ليدلو کتلو وروسته زموږ ديپلومونه او ترانسکريپونه په داسي وخت کې را کول شول، چې نور نو د پوهنځۍ په دروازه د دې خبرتيا ځوړند شوې وه، چې، « هغه کسان، چې غواړي د استادۍ اعلان شويو بستونو ته نوم ليکنه وکړي، خبر ور کول کيږي، چې نور د نوم ليکنې نېټه سر له نن څخه پای ته رسېدلي، هيله ده ، چې په دې خاطر د پوهنتون ادارې ته مزاحمت ونه کړي! دا خبرتيا هم په داسی حال کې و ځړول شوه، چې  زما  او د ملګرو د معلوماتو له مخې د نوم ليکنې  اخرنۍ نېټه ته شاو خوا اته او نهه ورځې پاتې وې، کله چې موږ له وزات څخه د يپلمونو او ترانسکريپونو کار را خلاص کړ هلته موږ وليدل، چې  د نوم ليکنې نهه ورځې لا نوري هم پاتې وې او هر چا کولای شوای، چې تر نهو ورځو پورې نوم ليکنه وکړي. خو کله چې موږ له کابل څخه د نوم ليکنې له مسؤل مامور سره خبرې وکړې، نو هغه وويل، چې موږ ته د پوهنتون معاون صاحبد دې اجازه نه را کوي، چې د بل چا نوم ليکنه دی وکړو.

 په هرحال کېسه درازه ده،  هسي نه  چې له موضوع ووزم، دا ټولې خبرې ما تر دې پوري وکړې ، چې خوږو ملګرو او دوستانو، په ځانګړې ډول  د پوهنتون محصلينوو وروڼو ! دالله (ج) په لحاظ را ځي ، چې د خپل ولايت پرځای د خپل هيواد فکر وکړو ، کله چې موږ د هيواد نوم اخلو نو ولايت او سيمه خو مو هم د دې هېواد يوه برخه ده.  د دې پر ځای، چې له پوهنتونونو څخه له يوه واړه فکر سره خپلو کورته ولاړ شو، پرځای يې  پر يوه داسي فکر او  مفکوره،  ځان مزيين کړو، چي په هغې سره ټول اهل اسلام   او خپل وطن  او هيواد ته خدمت وکړو او د خدمت مصدر وګرځو.

د يوې داسي ورځې په هيله، چې ټول هيوادوال يو د بل په مينه کې ځانونه قربان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *